IQNA

اسرائيلي جنایتکار رژيم به پر ځان د جهم دروازې پرانیزي

7:48 - March 29, 2022
د خبر لمبر: 3485610
تهران (ایکنا) –د فلسطین د اسلامی مقاومت غورځنګ حماس  د سیاسی دفتر مشر صالح العاروري ټينګار کړی چې صهیونیسټي رژيم به د روژې په مبارکې میاشتې کې  الاقصی جومات ته دلمونځ ګوزارو د ورتلو په مخنیوی سره پر خپل ځان د جهنم د روازې خلاصې کړي .

ایکناخبری اژانس د المیادین له قوله راپور راکړ،  دفلسطین دحماس غورخنګ دسیاسی دفتر مشر  صالح العاروری  له دغه  خبری چینل سره په خبرو کې ټينګار کړی ،وحشي صهیونیسټي رژيم که په روژې مبارکې میاشتې کې د لمونځ ګوزارو په وړاندې د الاقصی جومات دروازې وتړي ، نو دخپل ځان لپاره به د جهم  دروازې پرانیزي .

 هغه ددې خبرې په کولو سره چې  په الاقصی جومات کې  به پر لمونځ ګوزارو هر ډول تیری  او یرغل  حالات لاترینګلي کړي ، ووئيل  اوس نیواکګر رژيم په وړاندې د قدس او  د هغو دمقدساتو امتحان لري  او  هغه وخت رارسیدلی دی چې  قدس او  دهغه مقدسات او الاقصی جومات د مونږ سره کرښه ده .

 العاروری  صهیونیسټي تیریګر رژيم ته خبرداری ورکړ ، که  دروژې دمبارکې میاشتې په رارسیدا سره   هماغه شان فلسطیني بندیان د لوږ تړ په حال کې وي  ، نو په نیواکي ټاټوبو کې به حالات لابدتر شي .

  د حماس غورځنګ دغه چارواکي ووئيل ،د قدس ددفاع لپاره  به له نیواکګر رژيم سره راتلونکي مبارزه ،په رسمي  او ولسی سویه لاپراخه او له دغه رژيم سره د شخړې  او ترینګلتیاؤ په تاریخ کې  د بدلانه پیچومی شي .

 هغه د لبنان له حزب ا... مسئولانو سره د حماس غورځنګ د مشرانو څرګندو او دوامدارو لیدوکاتوته په اشارې سره  ووئيل ،  د دواړو خواؤ ترمینځ جدي او مسئولانه  مشورې او خبرې اترې دوام لري  ، چې البته  یوازې حزب الله پکې نه شاملیږي ، بلکې  د ديرو هیوادونو له ملرتونو او غورځنګونو سره  ملګرتیالرو .  العاروري په پاي کې  ووئيل درست باید د حزب الله غورځنګ دعمومی منشي  سید حسن نصر الله   وروستۍ خبرې خپل کړچار وګرځوي ، چې ټینګار ئې کړی دی ، په قدس تیری د سیمه ایز جنګ په معنا دی .

https://iqna.ir/fa/news/4045461/اسرائیل-درهای-جهنم-را-به-رو

captcha