IQNA

عادلانه او تل پاتې سوله یوازې د فلسطین د نیواک په ختمیدا سره امکان لري

14:02 - April 21, 2022
د خبر لمبر: 3485716
تهران (ایکنا) - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر د ملګروملتونو ، د اسلامي ملګرتیا موسسې مشرانو او د مسلمانو هیوادونو خارجه وزیرانو ته د جلا جلا لیکونو په استولو سره د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او د ځینو هیوادونو په چپتیا او دوه ګوڼه کړچار نیوکه وکړه .

  ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغو لیکونو کښې د فلسطین په وړاندې د نړیوالو ټولنو او د ځینو حکومتونو چپتیا او دوه ګوڼه کړچار د فلسطین د خلکو پرضد د بشري حقوقو د خلاف ورزۍ د زیاتولو لپاره د اسرائیلو د اپارتائیډ رژیم د تاوتریخوالي عامل وباله او  ویې ویل په سیمه کښې پایداره او عادلانه سوله یوازې د فلسطین د نیواک په کامل ډول ختمیدا ، خپل ټاټوبي ته د ټولو کډوالو په بیرته ستنیدا ، د فلسطین د ټولو اصلي وسیدونکو په ګډون سره په یوې(۱) ټولپوښتنې سره د فلسطین د راتلونکي نظام په ټاکلو او د ملګروملتونو په سیکریټریټ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ثبت شوي سیاسي پلان پراساس د فلسطین د یو هیړ او د خپلواکه حکومت په جوړیدا سره امکان لري .

د ایران خارجه وزارت هم مخکې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په غندلو سره ویلي وو مسلمانان باید یو هیړ او په اتحاد سره د فلسطین د ایډیل د ملاتړ لپاره ودریږي .

د صهیونیسټ رژیم پوځیانو او ښارګي میشته خلکو له تیرو څو ورځو راهسې په ځلونو د الاقصی جومات په شمول د فلسطین په بیلابیلو سیمو یرغل کړی او له کبله یې تراوسه کابو اولس(۱۷) فلسطینیان شهیدان او په سلګونو نور ژوبل شوي هم دي .

https://parstoday.com/ps/news/iran-i115008

captcha