ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،د پاکستان دبلوچستان صوبې له لارې د ایران له ریمدان پوله ایزې لارې څخه دحسیني اربعین د کابو دوه لکه زیارتوالو د واریدیدو اټکل ته په پام سره د ایران په سیستان او بلوچستان جنوبی سیمو کې دسرحدي لارو د پراختیا او جوړولو لپاره اویا میلیارډ تومان کریډیټ په نظر کې نیول شوی دی.
زمونږخبریال راپور راکړ، د ایران دسیستان او بلوچستان ولایت د ټرانسپورت د ادارې مرستیال د ریمدان سرحدي ولسوالۍ د لیدو په وخت د پاکستانیو زیارتوالو دآسانتیاؤ لپاره د پاسپورټونو دکنټرولو دګیټونو د زیاتولو ، د فضا د لاپراخولو ، د روغتیائي سروسونو د زیاتولو او د هوا د ککړتیا د پاکولو د ماشینونو د لګولو په څير داقداماتو ترسره کول په ایجنډا کې راوستي دي .
حمید رضا شهرکي ثانوي په یولړ څرګندونو کې ووظيل ، همدرااز د ریمدان سرحدي برخې د امنیت دساتلو او د ټرانسپورټي چارو د لاښه کولو په خاطر به چورلیزي لارې هم لا ښې او پراخې کړي .
https://parstoday.com/ps/news/iran-i117968