IQNA

هیوادونه دې دمونږ افغانستان په داخلی چارو کې ګوتې نه وهي

17:36 - July 06, 2022
د خبر لمبر: 3485963
ایکنا-(تهران)د طالبانو ډلې رهبر د نیکمرغه قربانۍ لوئ اختر په درشل کې په یوه پیغام کې پر هیوادونو غږ کړی ،د افغانستان  په چارو کې دې دخالت نه کوي .

ایکناخبري آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ ،  د طالبانو رهبر ملا هبت  ا... اخوند زاده  نن  د قربانۍ دلوي  اختر په درشل کې  په یوه پیغام کې  اعلان کړی، مونږ نړیوالو او ګاونډیو هیوادونو ته ډاډ ورکوو ، چې  افغانستان  هیچا ته  اجازت نه ورکوي ، ددغه هیواد له خاورې په استفادې سره دې د نورو  هیوادونو لپاره کوم ګواښ شي ،  په مقابل کې  له نړیوالو هیوادونو هم غواړو، دمونږ په کورنیو چارو کې دې  هم ګوتې نه وهي .

 د طالبانو رهبر زیاته کړې ده ، مونږ د نړۍ له درستو هیوادونو سره د د متقابلو  ژمنتیاؤ په چوکاټ کې  تعامل غواړو  او دا د  ټولو په ګټه ګڼو .

  اخوند زاده صیب   افغانستان ته  دهیواد دسیاسی څیرو دستنیدا په هرکلي سره مدعی شوی ،درست  افغانان   دافغانستان په اداره کولو اورغولو کې  برابره ونډه لري .

 ملاهبت ا... اخوندزاده  همداراز  د  طالبانو له داخلی مخالفانو هم وغوښتل ، د داخلی اوبهرنیو دسیسو په دوکه کې  دې رانشي  او  له جنګه دې لاس واخلي  او خپل سوله ایز ژوند ته دې دوام ورکړي .

 هغه دې ته په اشارې سره  چې  د طالبانو د حکومت اوسني مشکلات  اقتصادي  مسئلې دي ، زیاته کړې ده .طالبان  په هغو مشکلاتو  چې  د افغانستان ولس ورسره لاس او ګریوان دی خبر دي  او د اقتصاد پیاوړتیا ، بیا رغاونه  او دباقي پاتې  مشکلاتو ختمول،  دافغانستان د حکومت او ملت ګډ مسئولیّت  ګڼي . 

 د طالبانو رهبر په دغه پیغام کې  همدرااز ووئيل ،  طالبان  د افغانستان د درست ولس دحقوقوتامینیدا ، ښونې او روزنې  او د بیان  آزادۍ ته د دوي د اصولو په چوکاټ کې ژمن دي . دبیت المال ساتنه ، د زلزله ځپلو،یتیمانو، پرکوټو   په وضعیّت ارزونه ، او دنورو مسئلو څيړنه  هغه موضوعګانې دي   د طالبانو رهبر په دغه پیغام کې پرې ټينګار کړی دی .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/04

captcha