
ایکناخبری آژانس راپور ورکړ،یونان یو هغه هیواد دی چې له مینځني ختیځ سره د نزدیوالي او له مسلمان میشته سیمو او هیوادونو سره د خپلې تاریخي ارتباطاتو په دلیل،یو مسلمان لږکی لري. پردې سربیره ،ددغه هیواد بډائ تاریخ هم ښئ چې په یونان کې اسلامی کلتور او هنر له ډ يرې اوږدې مخینې برخمن دی او ددغه هیواد میوزیمونه د اسلامی کلتور د ارزښتمنو آثارو کوربه دي .
د اسلامی هنر ټولګې بناکي میوزیم(The Islamic art collections of the Benaki Museum ) د اروپا یو هغه میوزیم شمیرل کیږي چې اسلامی آثار په کې ترسترګو کیږي. دغه میوزیم،د آتن په تاریخي مرکز کې په کرامیکوس(Kerameikos) سیمې کې د نیؤ کلاسیک ودانیو په ټولګې واقع دی .
دبناکي میوزیم اسلامی هنرونو په ټولګې کې له درستې اسلامی نړۍ د ارزښتمن او غوره شیانو ټولګې ساتل کیږي،چې پکې د هندوستان،ایران،بین النهرین،وړوکي آسیا ، مینځنۍ آسیا، عربستان ،مصر،شمالی افریقا،سیسیل او اسپانیا آثار شاملیږي .
د بناکي میوزیم بنسټګر او موسیس آنتونی بناکیس چې د اسلامی کلتور پر اهمیّت پوه شوی او له دغه کار سره ډیره مینه او عشق درلود،له ۱۹۷۴کاله ئې د اسلامی آثارو غونډول او د اسلامی هنرونو د وړاندې کولو په خاطر ئې د یوه مجهزې ټولکې جوړولو ته مخه کړه او بلاخره وتوانید، د ۲۰۰۴کال په اکتوبر میاشت کې دغه مرکز تیا راو افتتاح کړي .
دغه میوزیم څه دپاسه زر مربع میټره مساحت لري او د اسلام د سرکینیو وختونو سره د اړونده وسلو،ډول ډول کاڼو،منسوجاتو،طلا،وسپينز شیانو او سرامیکو د څه دپاسه اته زره قطعو د نمایش لپاره ئې ترټولو ښه امکان برابر کړی دی .






آنتونی بناکیس، د بناکی میوزیم بنسټګر