IQNA

د بهرنیو حاجیانو په شتون سره د بعثې  له قرآن سره د انس او مینې محفل

17:40 - July 17, 2022
د خبر لمبر: 3485995
ایکنا-(تهران) د پاکستان،نیجریه ،هندوستان ،ترکیې هیوادونو او دکشمیر د حاجیانو په شتون سره د ولی فقیه په بعثې کې له قرآن سره د انس محفل ترسره شو .

ایکناخبری آژانس له مکې د صداوسیما د خبریال له قوله راپور راکړ دغه دستورې،په مکې مکرمې کې د مسلمانانو دولیامر د بعقې د نړیوالو چارو د مدیریّت په همت سره ترسره شوې.

په دغو دستورو کې د دغې بعثې دنړیوالو چارو مرستیال حجةالاسلام علی خیاط پخپلو څرګندونو کې ووئيل ،که حج قبول شي،نو پر حاجي ئې تر څلورو میاشتو پورې نورانیّت پاتیکیږي  مګر دا چې  ګناه ورڅخه وشي  چې دغه نورانیّت سوکه سوکه  له میځه ځي .

 هغه په دوام کې  هغه نورانیّت ته په اشارې سره چې  په کورونو کې دقرآن کریم تلاؤت ئې رامینځةکوي،ووئيل د روایتونو په اساس هغه کور چې  پکې دقرآن کریم تلاؤت کیږي ، په آسمانونو کې ځلیږي.

حجةالاسلام خیاط دغه راز ووئيل،پردې اساس،یوازې په جوماتونو،عبادتځایونو او ټولنو کې د قرآن  د تلاؤت سپارښتنه نه ده شوې او حتما باید په کورونو کې هم دقرآن کریم تلاؤت وشي.

   ددغه  پروګرام په یوې بلې برخې کې  د ایران دقرآن کریم یوه غوره قاری علی رضا مکاري  هم  د  قرآن کریم د  ځانګړنو او د تلاؤت د اهمیّت په باب رڼا واچوله.

همداراز ددغه پروګرام په یوې بلې برخې کې  دمصباح الهدی د مداحئ ډلې هم  خپل پروګرام اجرا کړ او له موجوده خلکو ئې ډاډ  او قدرونه ترلاسه کړه .

ویناوالو پځپلو څرګندونو کې  دغه راز ووئيل ،د مختلفو هیوادونو د حاجیانو ترمینځ  لیده کاته او ارتباطاتو زیاتیدا  د سوچه اسلام د معارف او د قرآن په نسبت دحاجیانو د معرفت او د اعتقاداتو د پیاوړتیا سبب کیږي .هرڅومره چې دغه شان پروګرامونه لازیات ترسره کیږي، نو په مسلمانانو کې د درز اچونې لپاره د دښمنانو زهرجنې پروپيګنډې   هم بې اغیزې کیږي.

 
 

https://iqna.ir/fa/news/4071308/%

captcha