ایکناخبری آژانس د شفقنا له کابله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه علماؤ شورا او د ديني چارو د ادارې عالي شورا د عاشورا له ماتم کوونکو غوښتنه کړې چې د امنيتي چارو د کميسيون سپارښتنې په پام کې ونيسي او له احتیاطه کار واخلي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په يوه اعلاميې کې ويلي په افغانستان کې د عاشورا پنځمه ورځ د حسینی (ع) عزادارانو لپاره له کومې ځانګړې امنیتی پیښې پرته تیره شوه.
اعلاميه زياتوي، امنیتي چارواکو ژمنه کړې وه چې د محرم د میاشتې له پنځمې نیټې به د مراسمو د امنیت د تامین لپاره لازم عملي اقدامات پیل کړي. خو له بده مرغه تېره ورځ د سخي زيارت د شاوخوا سیمو د پاکولو د عملياتو په نتيجه کې نښته شوې چې طالب ځواکونو ته پکې مرګ ژوبله هم واوښته.
اعلاميه وايي،له دغې پېښې وروسته امنیتي چارواکو د مذهبي مراسمو د امنیت له عالي کمیسیون سره د نویو تدابیرو په اړه خبرې کړې دي.
داپه داسې حال کې دي چې د افغانستان د هرات ولایت د ځاي عالمانو او مسئولانو په غونډې کې فیصله شوې،څو په دغه ولایت کې د حسیني عاشورا د شپو ورځو دستورې په لاپرتم اوو لولې سره ولمانځل شي.
په راپور کې وئيل شوي دي،دحضرت امام حسین علیه السلام د تاسوعا اوعاشورا د شپو ورځو په درشل کې،پرون دهرات د والی،د اطلاعاتو د ادارې او د پولیسو د قوماندان او یوشمیر دیني عالمانو په شتون سره یوه مهمه غونډه ترسره شوه.په دغې ناستې کې د هرات والي نوراحمد اسلام جار د هرات د اهل تشیّع د عالمانو د شورا له مشر،او امنیتی ځواک او خلکو د عاشورا او تاسوعا د دستورو د امنیت د تامینولولپاره دلازیاتې ملګرتیا غوښته وکړه.