ایکناخبري آژانس د سپوټنیک له قوله راپور راکړطالبانو په یوه اقدام کې د هغو انجونو او هلکانومحصیلینو دسفر مخه نیولې چې له کابله ئې د وتلو نیّت درلود او وروسته ئې بیا یوازې هغوهلکانو ته د تلو اجازت ورکړ چې د زده کړې په خاطر له افغانستانه نورو هیوادونو ته ځي.
په راپور کې وئيل شوي دي د هغو انجونو چې مخه ئې نیول شوې ده نیّت ؤ چې د زده کړې لپاره قزاقستان او قطر ته لاړې شي .
طالبان په افغانستان کې قدرت ته له رسیدا وروستهد میرمنو د زده کړو لپاره ئې ډير محدودیّتونه رامینځةکړي دي اوس انجونې یوازې تر شپږم صنف پورې دزده کړو اجازت لري ،البته په ځينو ښونځیو او پوهنتونونو کې د هلکانو اوانجونو د کلاس ورځې هم بیّله کړائ شوي دي چې دې غیر منطقي چارې د محصیلینو لپاره ډيرې ستونزې راولاړې کړي دي .