IQNA

17:34 - August 29, 2022
د خبر لمبر: 3486155

په افغانستان  کې ؛دیدنو؛څلور ورځنۍ فلمي چشنواره نن پيل شوې ده

ایکنا-(تهران)په افغانستان کې د طالبانود موقته حکومت قدرت ته د رسیدا په لومړۍ کلیزې کې د ؛دید نو؛ فلمي جشنواره،ددغه هیواد په پلازمینې کابل کې کار پیل کړی او تر څلورو ورځو پورې په دوام ومومي.

په افغانستان  کې ؛دیدنو؛څلور ورځنۍ فلمي چشنواره نن پيل شوې ده

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانتسان د سینمائي  ټولنې څلورو انجمنونو او ددغه هیواد د ریډیو اوټيلیویژن د ادارې په مشارکت سره د افغانستان د جوړ مستند او لنډو فلمونو جشنواره د کابل په دوو فعالو سینماګانو کې نن پیل شوې ده .

د ؛دیدنو؛ جشنوارې په چوکاټ کې  د افغان فلم جوړونکو  جوړ ۳۷لنډ او مستند فلمونه  نندارې ته وړاندې کیږي .

دغه جشنواره به تر څلورو ورځو پورې دوام وکړي او د ترټولو ښې کیسې ،د ترټولو ښې ډایریکټرئ او دترټولو ښه مستند  په برخو کې به  غوره شوو آثارو ته جایزې هم ورکړل  شي .

زیاتره هغه فلمونه چې په دغې جشنوارې کې د  ګډون مجوز ئې ترلاسه کړی دی ،دیني موضوعګانې لري یا د یتیمو ماشومانو او کونډو میرمنو  سره  اړونده مشکلات پکې انځور شوي دي.

فلم جوړونکو ددغې جشنوارې په جوړولو باندې دخوښئ په څرګندولو سره په افغانستان کې د طالبانو له موقته حکومته غواړي په افغانستان کې دې دمیرمنو لپاره  هم په فلمونو کې د رول لوبونې فرصت  ورکړل شي.

طلوع نیوز راپور ورکړی،که څه هم  په دغو فلمونو کې میرمنې ډيرې کمې لیدل کیږي، خو  د فلم جوړونکي او ډایریکټرې عاطفه محمدي،د نشې  او  روږدو کسانو  د ژوند  چیلنجونو  په موضوع سره  یو فلم  نندارې ټه وړاندې کړی دی.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/06/07/2765683/%D8

captcha