IQNA

په ایران کې د افغان کډوالو څلویښت کلن کوربه توب د ستایلو وړ دی

16:32 - September 16, 2022
د خبر لمبر: 3486229
ایکنا-(تهران)د افغانستان د کډوالو د چارو سرپرست وزير ډاډ ورکړی،طالبان د نشه يي توکو کښت او قاچاق په کلکه منع کړی دی او په دې اړه د کابينې په غونډه کې هم پرېکړه شوې او هڅه کېږي چې دغه ښکارنده صفر ته راټيټه شي.

ایکناخبری آژآنس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،دافغانستان د کډوالو چارو سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر سره په کتنه کې د افغان کډوالو د څلویښت کلن کوربه توب قدرداني وکړه او له ایران څخه یې د لا زیاتو ملګرتیا غوښتنه وکړه.

په راپور کې راغلی دي،د افغانستان د کډوالو د چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې خلیل الرحمن حقاني په یوه غونډه کې په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت له سفیر ښاغلي بهادر امینیان سره په کتنه کې هغه د دغه هېواد له څلویښتو کلونو راهیسې د افغان کډوالو د کوربه توب قدرداني وکړه او د دې همکاریو د دوام غوښتنه یې وکړه.

د کډوالو دراستنولو چارو سرپرست وزير ډاډ ورکړ چې طالبان د نشه يي توکو کښت او قاچاق په کلکه منع کړی دی او په دې اړه د کابينې په غونډه کې هم پرېکړه شوې او هڅه کېږي چې دغه پديده صفر ته راټيټه شي.

له بلې خوا په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر بهادر امینیان  خبرداری ورکړ چې هره ورځ شاوخوا درې زره کسان ایران ته قاچاق کیږي او همدومره شمیر په ویزو ایران ته داخلیږي چې له دې سره په ایران کې د میشتو کډوالو شمیر زیاتیږي.

هغه د دواړو هیوادونو په سرحدونو کښې د انسان د قاچاق د مافیا او د نشه ایزو موادو د قاچاقبرانو د فعالیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: هغه کسان چې په غیر قانونی توګه ایران ته داخلیږی د انسانی قاچاق او د خدماتو د نشتوالی له ستونزو سره به مخامخ شی.

ښاغلي امینیان وویل چې د افغانانو د مهاجرت د کمولو د حل لاره په افغانستان کې دننه د کاري فرصتونو برابرول دي او اعلان یې وکړ چې د ایران حکومت چمتو دی چې په افغانستان کې دننه د کاري فرصتونو په رامنځته کولو کې له طالبانو سره همکاري وکړي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i121112

captcha