ایکنا-(تهران) د پاکستان خلکو ددغه هیواد په مختلفو ښآرونو کښې د حسیني اربعین (چهلم) د عزادارۍ مراسم پیل کړي او ویئل کیږي چې دغه دستورې به تر ماښام پورې دوام ومومي.

ایکناخبری اژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د حضرت امام حسین علیه السلام او دهغه د وفادارو یارانو د شهادت د څلویښتۍ یعنې اربعین یا چهلم دستورې له پرونه د پاکستان په بیلابیلو ښارونو او سیمو کښې د شهیدانو د سردار او سالار حضرت امام حسین علیه السلام د میلیونونو مینه والو په شتون سره پیل شوې او هماغه راز دوام لري.
د پلازمینې اسلام آباد پاره چنار ،کراچۍ لاهور په شمول د پاکستان په ډیرو ښارونو کښې پرون راهسې د عزدارۍ دستې او جلوسونو وتلي او هم داشان د عزادارۍ او ماتمونو دستورې ترسره کیږي، په راپور کې وئيل شوي دي چې د پاکستان په زیاترو ښارونو کې پوځ اوامنیتی ځواک په دې مناسبت سخت امنیتی تدبیرونه غوره کړي دي.
په دې مناسبت د ایکناخبری آژانس درست کارکونکي داهل بیت علیهم السلام درستو مینه والو ته د زړه له کومې تسلیّت وائي.