IQNA

د اسلامی انقلاب سترلارښودنیویارک ته د سفر په درشل کې د ولسمشرلپاره هیله وښودله

11:46 - September 18, 2022
د خبر لمبر: 3486239
ایکنا-(تهران)د اسلامی ایران ولسمشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي  له ازبکستانه په ستنیدا پسې د اسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي سره لیدنه وکړه  اوازبکستان ته ئې د خپل سفر یو مفصل راپور ورړاندې کړ او دغه راز ئې دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې دګډون لپاره  په وړاندې پروګرامونه هم بیان کړل.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي ازبکستان ته له سفره په ستنیدا پسې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سیدعلی خامنه اي حضور ته ورغی او په دغه سفرکې ئې د شوو موافقو او لیدوکاتو په باب یومفصل راپور وړاندې کړاو دملګروملتو عمومی اسمبلۍ په غونډې کې د ګډون په خاطر په نیویارک سفر کې په وړاندې پروګرامونه هم بیان کړل.

د اسلامی انقلاب د معظم لارښود دفتر د اطلاع په اساس حجةالاسلام ابراهیم ریئسي  له ازبکستانه په ستنیدا پسې داسلامی انقلاب له معظم لارښود حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي سره لیدنه وکړه  او هغوی ته ئې د خپل سفر یو مفصل راپور ورړاندې کړ او دغه راز ئې دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې دګډون لپاره  په وړاندې پروګرامونه هم بیان کړل.

حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه اي د ترسره شوو اقداماتو په ټولګې او  راپور باندې دخوښۍ په ښودلو سره  نیویارک ته د سفر په درشل کې د  اسلامی ایران  د ولسمشر لپاره دبریالیتوب او توفیقاتو هیله وکړه .

https://iqna.ir/fa/news/4086223/%D8

captcha