IQNA

تفسیر او د مفسرانو معرفی/5

؛الفرقان؛یوداسې تفسیر دی چې علامه طباطبائي ستایلی دی

15:26 - October 02, 2022
د خبر لمبر: 3486276
ایکنا-(تهران)په اوسمهال زمانې کې یو  داسې تفسیر چې  اهل علم ورته بشبړ توجه کړې،د صادق تهراني لیکل شوی ؛الفرقان ؛تفسیر دی.

په اوسمهال کې یو لیکل شوی غوره تفسیر؛الفرقان؛د صادق تهراني زیار دی چې په عربی ژبه په څوارلس کلونو کې په دیرشو ټوکو کې لیکل شوی دی،وئيل کیږي چې ستردینی مرجع او مشهور مفسّرعلامه طباطبائي ددغه تفسیر په لیدو سره وئیلی دي ،چې دا د سترګو تور او د ویاړ لامل دی.

د؛الفرقان ؛ دمصنف ژوند

محمد صادق تهراني( ۱۹۲۹-۲۰۰۱ ) یو مشهور فقیه او مفسّر دی،چې د آیت الله العظمی سید ابوالحسن رفیعي،ایت الله محمد علی شاه آبادي،محمد حسین زاهد،باقرآشتیاني،سیدصدرالدین جزایري،مهدي آشتیاني، احمدآشتیاني، آیت الله بروجردي او علامه طباطبائی په څيرله لویو عالمانو علم زده کړی دی.په صادق تهرانی کې یوه ځانګړنه دا ده چې چې قرآن کریم دعلومو چورلیز ګڼي.

پر علمی خدمتونو سربیره صادق تهراني  په سیاسی ډګر کې هم ډير خدمتونه ترسره کړي دی .هغه په ۱۹۶۲کال کې د قم په اعظم جومات کې د ایران د وخت پاچاپه ضد سخت او نیوکه کونکي وینا وکړه چې دهغه د نیول کیدا سبب ضشوه،هغه تر اولسو کلونو پورې په سعودی عربستان،عراق او لبنان کې د پهلوی حکومت په ضد په فعالیتونو بوخت ؤ او د اسلامی انقلاب له بریالیتوبه وروسته بیرته ایران ته راغی او په ډیرو ښارونو کې دجمعې لمانځه خطیب شو او د عمر تر وروستیو پورې  په تالیف او تدریس بوخت ؤ.دصادق تهراني په تالیفاتو کې ترټولو مشهور ؛الفرقان فی تفسیر القرآن ؛نومې تفسیر دی.

ددغه تفسیر خصوصیات

 صادقی تهراني د لیکلو انداز له قرآنه  د قرآن کریم تفسیر دی. هغه پخپله په ډاګه وائي،ټوله رودې ناسمې دی،او له قرآنه د قرآن تفسیر چې د پیغمبر اکرم(ص) او د امامانو علیهم السلام د سنت په اساس دی،نو ځکه پر مفسرّانو دا لازمه ده چې دغه روده له معصومیّنو زده کړي او په دغه انداز اورودې کار وکړي.  په یوه بل ځاي کې وائي،تفسیر له  دوو رودو پرته نشی ترسره کیدلی،د قرآن تفسیر له قرآن سره او یا د قرآن تفسیر په الرائ سره.

 د صادقی تهرانی یو بل د پام وړ ټکی دا دی چې  هغه  الفرقان د عربی او فارسی تفسیرونو له بشبړ مطالعې وروسته لیکلی دی.

اجتماعی مسئلې؛

په الفرقان  تفسیر کې یوه بله ځانګړنه،د تفسیر اجتماعي حالت دی چې پکې په ټولنې کې دموجوده حقایقو باندې بحث شوی دی.په دوي کې د حکومت نظام ،اقتصادي موضوعګانې، دمیرمنو حقوق او داسلامی امت د وحدت،په ټولنې کې طبقه بندئ په څير د موضوعګانو په اړه بحث شوی دی.

https://iqna.ir/ur/news/3512816/%

captcha