IQNA

د ترکیې دقرآن په اتمو نړیوالو سیالیو کې ۴۹هیوادونه برخه اخلي

16:33 - October 02, 2022
د خبر لمبر: 3486279
ایکنا-(تهران)د ترکیې د قرآن کریم د قرائت او حفظ دنړیوالو سیالیو اتم پړاؤ د نړۍ د ۴۹ هیوادونو د  ۶۳ ګډون کونکو په شتون سره دترسره کیدا په حال کې دی.

ایکنا د ترکیې  خبری آژانس له قوله راپور راکړ،د قرآن کریم د قرائت او حفظ دنړیوالو سیالیو اتم پړاؤ د تیرې پنجشنبې په ورځې د ترکیې په قونیه ښار کې پیل شوی دی .

دترکیې ددیانت ادارې مشرۍ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي ،په دغو سیالیو کې د نړۍ له ۴۹هیوادونو څخه ۶۳ګډون کونکی برخه  اخلي او د قاضیانو یا جيوري پلاوي  کسان هم د ترکیې ،الجزایر ،کرویشیا ، یمن او قطر  حافظان او قاریان دي .

په قونیه ښار کې ددغو سیالیو پرانیستونکي دستورې ، د ترکیې ددیانت ادارې د مشر علی ارباش په شتون  او د زیات شمیر ترک او بهرنیو شخصیّتونو  او فرهنګیانو پکې ګډون درلود.

ارباش په دغو دستورو کې پخپلې وینا کط ، دقرآن کریم پر اهمیّت او  دخلکو لپاره  ورڅخه په استفادې باندې په ټينګار سره  ووئیل، قرآن کریم د یوه داسې حقیقت سرچینه ده چې د هستۍ هدف، انسانانو ته ورزده کوي او د حیات طیبه  لارښود دی او دا یوه الهي رویّه ده چې حق او باطل پخپلو کې سره جلا کوي.

هغه زیاته کړې ،مونږ دراتلونکي دجوړولو لپاره قرآن کریم ته اړتیا لرو ، هماغه ډول چې په تیرو وختونو کې مو ورته ضرورت درلودلی دی.

ارباش د ګډون کونکو لپاره د بریالیتوب هیله کړې او ټینګار ئې کړی دی ، چې په دغو  سیالیو کې هیڅ یو بایلونکی نشته.

 د ترکیې د دیانت د ادارې د اعلامیې په اساس،ټاکل شوې ده ددغو سیالیو دجایزو ډالۍ کولو دستورې ، د انقرې د فرهنګ او غونډو په مرکز کې د ترکیې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  په شتون سره ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4089112/%D

captcha