ایکنا-(تهران) د ملایشیا د قرآن دنړیوالو سیالیو د دوه شپیتم پړاؤ دترسره کیدا په څنډې کې دقرآن نړیوال خبری آژانس (ایکنا) د نړۍ په ترټولو پخوانۍ قرآنی پیښې یا سیالیو کې په شتون سره د سیالیو په هال کې له ګډون کونکو او حاضرو میلیمنو سره په مرکو او خبرو کولو سره،له قرآني پروګرامونو سره د ښاریزو او وړ قاریانو او دسیالیو ددغه پړاؤ سیالي کونکي،د نړۍ د قرآني خبری آژاسن له لومړنیو فعالیتونو سره آشنا کړل.

کوالالامپور ته د ایکناد لیږل شوي خبریال د راپور په اساس، د نړۍ د ترټولو پخوانیو قراني سیالیو په توګه،د ملایشیا دقرآن نړیوالو سیالیو دوه شپیتم پړاؤ،سږکال دکرونائي بحران د محدودیَتونو له ماله له دوې کلنې وقفې وروسته د تلې یا میزان دمیاشتې په اوه ویشتمه نیټه د نړۍ له اوه ویشتو هیوادونو ۳۶سیالۍ کونکو سړیو او میرمنو په شتون سره ترسره شو او د لړم یا عقرب دمیاشتې تر دوهمې نیټې پورې ئې دوام درلود.
ایکنا په دغو قرآنی سیالیو کې په شتون سره او په ملایشیا کې د ایران دکلتوري سلاکارۍ په ملګرتیا ملتیا سره،مناسب فرصت ترلاسه کړڅو د هغې قرآنی محتوا په تولید اواطلاع رسونې کې چې دنړۍ په یویشتو ژوندیو ژبو ئې خپروي،د خپلو بریاؤ یوه برخه ئې د سیالیو په دغه پړاؤ کې ګډون کونکو ته ورسوله.
په دې مینځومیان کې د قرآن دنړیوال خبری آژانس(ایکنا) په معرفی کیدا سره، قرآني فعالیتونو ته دایران د ا سلامی جمهوریت د اهتمام له اندازې،له قرآني پروګرامونو سره مینه وال ښاریز او وړ قاریان اوسیالۍ کونکي له زیات خبر شول.ددغې قرآني رسندوئې دخبرونو خپریدا د پښتو ژبې پشمول په یویشتو ژبو د مخاطبانو او حاضرو مینه والو له ستاینې او قدرونې سره مخ شوه.
https://iqna.ir/fa/news/4094267