ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ، له قرآن سره د انس په دغو وحدت رامینځةکونکو دسورو کې د حضرت امام رضا علیه السلام د سپيڅلی حرم نړیوال قاری استاد رضائي د عراق،بنګله دیش،افغانستان،مصر او فیلیپین د قاریانو ترڅنګ دایران دکلتوري خونې د امام خمیني د غونډو په هال کې ګډون وکړ.
په دغو دستورو کې په پیښو کې د ایران دکلتوري خونې مشر مهران سکندري او د ایران سرکنسول حمیدرضاقمي په دغه محفل کې دګډون کونکو قاریانو په تیره بیا د ایراني قاري تود هرکلی وکړ.
دغه دستورې د پاکستان له مختلفو ښارونو څخه له قرآنی فرهنګ سره د مینه والو،داسلامی مذهبونو د زیات شمیر عالمانو په شتون سره ترسره شوې او د ایران نړیوال قاري علی رضا رضائي د قرآئت په زړه پورې غږ سره معنوی فضا له انګازو ډکه شوه.
د دستورو په پاي کې د ایران د کلتوري خونې مشر سکندریان ، د شهیدعارف الحسینی دینی مدرسې مرستیال علامه عابد حسین شاکري پخپلو جلاجلا ویناؤ کې د مسلمانانو ترمینځ په وحدت او یووالي باندې په ټينګار سره ووئیل، ددغه شان قرآني محفلونو ترسره کیدا د شیعه اوسني وروڼو داتحاد او یوزړتوب لپاره یو مهم ګام دی او قرآن کریم د بین المسلمین د وحدت اصلی چورلیز دی.