IQNA

د افغانستان د موقته حکومت پړاؤ به زر پاې ته ورسیږي

16:37 - November 06, 2022
د خبر لمبر: 3486421
 ایکنا-(تهران) د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په نږدې راتلونکي کښې د دغه حکومت د کار د ختمیدا خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په کابل کښې خبریالانو ته وویل هڅې روانې دي چې په افغانستان کښې نوي شرایط رامینځته شي او موقته حکومت پاې ته ورسیږي.

د طالبانو د موقته حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کښې د موقته حکومت د ختمیدا په هکله نور جزیات ورنکړل.

ذبیج الله مجاهد مخکې ویلي وو چې د عادي او د رسمي حکومت جوړول وخت ته اړتیا لري او تر ډیر ثبات پورې به د  اساسي قانون برابرول او د شوراګانو جوړول وځنډیږي

هغه دغه راز ویلي وو د رسمي کابینې جوړول وخت ته ضرورت لري،اساسي قانون نه دی برابر شوی ، شورا نه ده جوړه شوي او هغه افغانان چې په خارجي هیوادونو کښې وسیږي تراوسه هیواد ته نه دي راستانه شوي ، دا د افغانستان د نوي نظام ارکان دي، هر وخت چې هغه ترسره شول حکومت هم عادي حالت ته ورستنیږي.

https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i123204

captcha