IQNA

د دښمن هرډول احتمالی تیري ته به د ایران ځواب غاښ ماتونکی وي

7:00 - November 09, 2022
د خبر لمبر: 3486435
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د مځکني ځوا ک قوماندان  ووئيل دښمنان دې پوهه شي که  د ایران د اسلامی جمهوریت په اړه  کومه تیروتنه وکړي،نو  له پریکنده او غاښ ماتونکي ځواب سره به مخ شي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایرن دپوځ د مځکني ځواک قوماندان سردار تورن جنرال کیومرث حیدري  پرون د ایران دختیځ په تائباد کې  د دوغارون په پولې کې  دپوځ  یوه مرکز د لیدو په وخت  ووئیل،  په ختیځي پولو کې  قاچابر او اشرار په لمسونې یا  ممکنه ده د هیواد مقابل هیواد دځينو عناصرو په ملتیا سره  ئې تیري کړي  وي ،چې چورلټ ځواب ئې ترلاسه کړی دی.

 سردار کیومرث حیدري  ددې خبرې په کولو سره چې  په پولو کې دپوځ دیره کیدا  دامنیت دګواښونکو عواملو د شتون په معنا نه ده  ووئيل؛ په پولو کې دپوځ د یره کیدا  دلازیات امنیت او لازیاتو اطلاعاتو دترلاسه کولو لپاره ده.

سردار حیدري دغه راز ووئيل، د ایران په ختیځي پولو :ې د پوځ د شمال ختیځ د خراسان د ۷۷ لښکر یونټونه شته دي او  په لوړې روحیې او بشپړ چمتووالی سره  خپل ماموریتونه ترسره کوي.

د ایران شمال ختیځ خراسان رضوي  ولایت له افغانستان سره  څه دپاسه درې سوه ګډې پولې لري چې  کابو نوي کلومیټره د تایباد ولسوالس  په ا وږدو کې دي.

https://parstoday.com/ps/news/iran-i123326

captcha