IQNA

د اسلامی نړۍ مشهور عالمان/5

«والریا پوروخووا»، په روسیې ژبې د قرآن له ژباړې رانیولې له اسلام ضده شخړو سره تر مقابلې پورې

6:27 - November 16, 2022
د خبر لمبر: 3486466
ایکنا-(تهران)؛والریا پوروخووا؛په روسیې د قرآن له ترجمې رانیولې له اسلام ضده شخړو سره تر مقابلې پورې .

ایکناخبری آژآنس راپور راکړ، ؛والریا پوروخووا ، په روسیې ژبې د قرآن کریم د ترټولو ښې او مشهورې  ژباړې خاونده ده،او د روسیې ،مینځنۍ آسیا او الازهر دینی ادارې  دا ترجمه د قرآن کریم د روسیې ترټولو ښه ترجمه ګڼي.

؛میرمن والریا پوروو خووا یا  ؛ایمان والریا پورو خووا؛ د روسیې یوه مسلمانه ادیبه،لیکواله اوترجمانه او د قرآن کریم په روسیي ژبې دترټولو مشهورې اوښې ترجمې خاونده، د ۱۹۴۰ کال دمئ په څوارلسمه نیټه په روسیې کې وزیږیده.

والریا په یوې مسیحي کورنۍ کې وزیږده. هغې د ماسکو پوهنتون د فلسفې په پوهنځي کې  او د ماسکو د ژبو په مرکز کې زده کړې کړي  او  د قرآن کریم ډيرې ترجمې ئې په روسیې ژبې لوستلي دي. هغې  دهغه احساس په باب چې  د قرآن کریم  له لوستلو وروسته ئې ترلاسه کړی ؤ ، وائي ، احساسوله مو چې  په درست ژوند کې مسلمانه ومَ ؛  کله مو چې قرآن ولوست، نو  هغو ډيرو پوښتنو ته چې  په ژوند کې مو درلودلې ورسیدم ،په داسې حال کې چې  له اسلامه په هیڅ شي نه پوهیدم.

والریا د روسیې د اسلامی مرکز له مدیر  او د سورئې  له مسلمان مبلغ محمد سعید الرشد سره  وادۀوکړ او دهغه په وسیله مسلمانه شوه او نامه ئې په ؛ایمان؛ بدله شوه.

هغه په ۱۹۸۱کال کې له خپل خاوند سره دمشق ته سفر وکړ او د خپل خاوند  او ددین د یوشمیر عالمانو په مرستې سره  وتوانیده، په ۱۹۹۱کال کې قرآن ترجمه کړي اوددغې ژباړې له ختمولو وروسته  الازهر ته لاړه او  دا ئې تائيد کړه،؛د الازهر د هغه  مهال شیخ  ؛جاد الحق علی جادالحق د هغې په ترجمې کې د بیا کتنې لپاره د روسانو او عربانو دکارپيژاندو یوه کمیټي  جوړه کړه . دغه ترجمه د کمیټې له خوا  ډيره وستایل شوه  او دمتحده عربی اماراتو د وخت مشر خدای بخښلي شیخ زاید آل نهیان  د  الازهر له خوا د والریا د ترجمې په تآئيدیدا  له ډاډمنیدا وروسته  ددغه ترجمې پنځه ویشت زره نسخې چاپ کړې.

 دغه اثر چې د قرآن توضیحي ترجمه  ونومول شوه، له معنوي نظره ئې د قرآن پر ژورو معنو اومفاهیمو  تمرکز درلود.  ؛آمازون؛  مر کز ، د والریا  دقرآن دترجمې په باب اعلان وکړ ، چې دغه اثر  قرآن کریم یوه شاعرانه ترجمه ده چې  د والریا پوروخووا په ځانګړي توجه سره  ترسره شوې ده؛ داسې چې د قرآن کریم ښکلا او متانت پکې ساتل شوی دی او دغه شان ترجمه چې معنا او دقرآن فرهنګي محتوا ته پکې لومړیتوب ورکړل شوی ،بې ساري ده.

 و والریا دقرآن ژباړې په ۱۹۹۸کال کې د ترټولو ښه کتاب جایزه هم وګټله او  در وسیې  دغوره لیکوالانو اوژباړنو  په اعتراف ، دغه ترجمې  په نفسیاتي رودې سره  له قرآن سره په آشنائۍ کې تر ټولو غوره رول درلودلی او همدا سبب شوې چې دغه اثر په روسیې کې یو لوي بریالیتوب ترلاسه کړي.

ایمان والریا پوروخووا د ۲۰۱۹ کال د ستمبر په دوهمه نیټه په نهه اویا کلنۍ کې له دنیا سترګې پټې کړې . ددغې قرآني میرمنې رحلت په اوکراین  کې او د روسیي ژبې په اسلامی ټولنو کې ډير انعکاس درلود. په اوکرایني ژبه د قرآن کریم دتفسیر لومړنیي  ژباړن  میخائيل یعقوبوویج دهغې په باب په فیس بوک کې لیکلي دي، د پوروخووا ترجمهد هغه اور دسکرواټې په شان وه چې  له شوروي اتحاد وروسته ئې  در وسیې په درستو سیمو کې د قرآن اهتمام  له همدې سکروَټې  ؤ ، د میرمن ایمان والریا  د هغو ډيرو سړیو اوښځو بیلګه وه چې قرآن کریم ئې په اسلامي ژبه( روسیي ،جچې دختیّځې سلاوي یوه ژبه ده) ترجمه کړ.

یاد او خاطره ئې تل ژوندئ

captcha