
ایکنا نیوز د نړیوال کفیل چینل د وېبسایټ له قوله راپور راکړ،، دا مراسم د حضرت عباس علمدار(ع) د سپيڅلي حرم په بابالقبله صحن کې ترسره شول، چې پکې د عباسي مقدس آستان د مدیره پلاوي غړي افضل الشامي، د آستان یو شمېر مسؤلان او همدارنګه ګڼ شمېر زائرین ګډونوال وو.
مراسم د قرآن کریم د آیتونو په تلاوت پیل شول او وروسته شیخ علي موحان، چې د عراق له شیعه علماوو څخه دی، د عباسي آستانې د تولیت پیغام ولوست. نوموړي خپله وینا د رجب میاشتې د معصومو امامانو (علیهم السلام) د نیکمرغه زوکړو په مناسبت حاضرو کسانو او اسلامي امت ته په مبارکۍ سره پیل کړه.
شیخ موحان په خپلې وینا کې د حضرت امام جواد (ع) د ژوند ځینې اړخونه، د هغه بزرګوار فضایل او د اسلامي ارزښتونو د ټینګښت، او د اسلامي علومو او معارفو د خپرولو په برخه کې د دغه ستر امام رول بیان کړ.
د عباسي آستانې اداره هغو کلتوري، پوهاوي ورکوونکو پروګرامونو او دیني جشنونو ته ځانګړې پاملرنه کوي، چې د اهلبیت او امامانو (علیهم السلام) یاد او خاطره ژوندۍ ساتي.
https://iqna.ir/fa/news/4326128