IQNA

له اسرائیلي شرکت سره،د انګلستان پر یوه فوټبال کلب سختې نیوکې

16:16 - December 30, 2025
د خبر لمبر: 3492241
ایکنا - د انګلستان د آرسنال فوټبال کلب له‌خوا د یوه اسرائیلي شرکت سره نوې ملګرتیا له پراخو نیوکو سره مخ شوې ده.

 ایکنانیوز د «عربي ۲۱»له قوله راپور راکړ، د آرسنال فټبال کلب له‌خوا د انساني سرچینو او معاشونو د مدیریت له یوه پلیټ فورم سره د همکارۍ اعلان، چې د صهیونیستي رژیم له‌خوا تأسیس شوی، د دغه کلب د مینه‌والو او د فلسطین د ملاتړو فعالانو ترمینځ د اخلاقي ارزښتونو او دریځونو په اړه پراخ جنجالونه راپارولي دي.

آرسنال کلب د دسمبر په ۱۲ په یوې اعلامیې کې وئيلي دي چې له «ډیل» شرکت سره ئې څوکلن تړون لاسلیک کړی او دا شرکت ئې د انساني سرچینو رسمي شریک ګرځولی دی. که څه هم کلب په اعلامیې کې ټینګار کړی چې دا همکاري یوازې د انساني سرچینو تر برخې محدوده ده، خو ګڼ راپورونه ښئ چې کېدای شي د اوسني تړون تر پای ته رسېدو وروسته،  ډیلشرکت د «ویزیت رواندا» پر ځای د کلب نوی اصلي سپانسر شي او د ۲۰۲۶–۲۰۲۷ فصل لپاره ئې نوم د لوبغاړو د شرټ پر لاستوڼي ولیکل شي.

دا پرمختګ وروسته له دې  رامنځته شوی چې آرسنال تېرې میاشتې اعلان وکړ، هغه قرارداد به نه غځوي چې له ۲۰۱۸ کال راهیسې یې له ویزیت روانډا سره درلود او کلنی ارزښت یې شاوخوا ۱۰ میلیونه پونډه و.

دا پخوانۍ ملګرتیا د روانډا شرکت له‌خوا د کانګو د دیموکراتیک جمهوریت په ختیځ کې د M23 یاغي ډلې د ملاتړ له امله د آرسنال د مینه‌والو او د بشري حقوقو د بنسټونو له سختو نیوکو سره مخ وه. د آرسنال د ملاتړ کوونکو بنسټ د روان کال په پیل کې یوه سروې ترسره کړه چې پکې له ۹۰ سلنې څخه زیاتو ګډونوالو د دې تړون د پای ته رسولو غوښتنه کړې وه.

خو له ډیل شرکت سره د نوې همکارۍ اعلان، په ټولنیزو رسنیو کې د غوسې نوې څپه راپورته کړه او پر کلب تورونه ولګېدل چې اسرائیلي شرکتونو ته ئې د بشري اصولو پر وړاندې لومړیتوب ورکړی دی. د ډیل شرکت په ۲۰۱۹ کال کې د اسرائیلي ټيکدارانو الکس بوازز او شو وانګ له‌خوا تأسیس شوی او ارزښت ئې نږدې ۱۷.۳ میلیارده ډالرو ته رسېږي.

نیوکه کونکو د بوازز هغو عامه څرګندونو ته اشاره وکړه چې د صهیونیستي رژیم د نیواک ملاتړ پکې شوی، او همدارنګه هغه مرستې ئې یادې کړې چې نوموړي او د هغه همکارانو د اسرائیلي پوځیانو لپاره د جامو او تجهیزاتو په پېرلو کې کړې دي. دوی ټینګار کوي چې دا نوې همکاري د کلب له هغو ژمنو سره په ټکر کې ده چې د برابرئ او د تتوکمپالنې پر ضد د مبارزې په اړه یې کړي، په ځانګړي ډول د غزې د روانو جګړو په رڼا کې.

https://iqna.ir/fa/news/4325583

captcha