IQNA

د ایران دوه استازي د بنګله‌دېش نړیوالو قرآني سیالیو ته واستول شول

6:26 - December 20, 2025
د خبر لمبر: 3492185
ایکنا -  د ټول قرآن کریم حافظ مهدی برنده، ، او نړیوال قاري، اسحاق عبداللهي، د بنګله‌دېش د د قرآن د نړیواولو سیالیو د  څلورم پړاؤپه سیالیو کې د ګډون لپاره ډهاکا ته لاړل.

د ایکنا د راپور له مخې، د ایران د اسلامي جمهوریت دوه استازي د قرآن کریم د بشپړ حفظ او د تحقیق د قرائت په برخو کې، پرون سهار د قطر د دوحې له هوائي ډګر څخه د بنګله‌دېش پلازمېنې، ډهاکا، پر لور روان شول  څو د دې هېواد د نړیوالو قرآني سیالیو په څلورم  پړاؤ کې ګډون وکړي.

مهدی برنده، چې د همدان ولایت اوسېدونکی او د ټول قرآن کریم  حافظ دی، د روان کال د چنګاښ په میاشت کې د سعودي عربستان د قرآن د نړیو الو سیالیو د  پنځه څلوېښتم پړاؤ  سیالیو کې ګډون کړی و. همدارنګه اسحاق عبداللهي، د قم ښار اوسېدونکی، د روان کال د تلې په میاشت کې د روسیې  د قرآن دنړیولو سیالیو د درویشتم  پړاؤ سیالیو کې برخه اخیستې وه.

د بنګله‌دېش د نړیوالو قرآني سیالیو په څلورم  پړاؤ کې د ګډونوالو لپاره د عمر شرایط ټاکل شوي دي؛ د دې له مخې، د حفظ په څانګې کې ګډونوال باید تر ۲۵ کلونو کم عمر ولري او د تحقیق د قرائت په څانګه کې هم ګډونوال باید تر ۳۵ کلونو کم عمر ولري.

د یادونې وړ ده چې د بنګله‌دېش د نړیوالو قرآني سیالیو څلورم  پړاؤ د لیندۍ یا قوص د میاشتې  له ۲۷  څخه د مرغومي د میاشتې  تر ۳  پورې په ډهاکا  کې ترسره کېږي.

https://iqna.ir/fa/news/4323635

captcha