IQNA

پاکستان له وزیزو پرته هستوګن بهرنیان تردرو کلونوپورې زندانی کوي

6:33 - November 16, 2022
د خبر لمبر: 3486468
ایکنا-(تهران)په پاکستان کې د افغان کډوالو  له نیول کیدا سره په یووخت ددغه هیواد دکورنیو چارو وزارت په یوې اعلامیې کې ووئیل ، هغه بهرني ښاریز چې د وزیرو نیټه ئې ختم شوې ده،که دد سمبر تر وروستیو پورې له هیواده ونه وځي نو زندانی به شي.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دغې اعلامیې کې وئیل شوي دي،ویزه نه لرونکي بهرني وګړي باید ددسمبر تر یودیرشمې نیټې  مخکې مخکې له هیواده ووځي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت فیصلې، هغه افغان پناه غواړي چې  له وروستیو پيښو پسې پاکستان ته کډه په سر شوي دي او نورو هیوادونو ته د تلو نیّت لري، سخت اندیښمن کړي دي.

داپه داسې حال کې دي چې  له دې مخکې  دپاکستان پولیسو د ښځو اومیرمنو پشمول په سلګونو افغان پناه غواړي ددغه هیواد په ځينو ښارونو کې نیولي وو.تیره اونۍ په ټولنیزو چینلونو کې په دې باب خپرې شوي ویډیوګانې چې  دپاکستن پولیسو په ځينو ښارونو کې افغان ښاریز نیولي او په رسّیو کې ئې تړلي وو. چې دغې  چارې د  افغانستان د طالبانو او نړیوالو  اورګانونو غوسه او اندیښنې راپارولي دي.

تر دې دمه  دهغو افغان ښاریزو دقیق شمیر چې په همداوروستیو اونیو کې د پاکستان پولیسو نیولی نشته ،خو دځينو احصایو په اساس څه دپاسه زره افغان پناه غواړي  دپاکستان په زندانونو کې شپې سبا کوي.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/08/24/2804725/%D

captcha