IQNA

په حسیني په حرم کې د ملګروملتو د استازې له حجابه رانیولې د پاپ لپاره د مقدس آستان ترډالۍ پورې(فلم)

15:22 - December 13, 2022
د خبر لمبر: 3486594
ایکنا-(تهران)په عراق کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې میرمن جنین هنیس پلاسخارت،چې کربلا ته تللې وه،د لیندۍ یا قوس د میاشتې په شلمه نیټه د حضرت امام  حسین علیه السلام په پاک حرم کې حاضره شوه ،زیارت ئې وکړ او دحسینی مقدس آستان له شرعي متولي شیخ عبدالمهدي کربلائي سره ئې لیده کاته وکړل.

ایکنا دعراق د نون خبری آزانس له قوله راپور راکړ،په عراق کې د ملګروملتو د سرمنشي ځانګړې استازې ، چې کربلا ته تللې وه ،وړمه ورځ دحضرت امام حسین علیه السلام په سپيڅلي حرم کې حاضره شوه اود حسینی مقدس آستان بیلابیلې برخې ئې وکتلې .

هغې د عراق ستر دینی مرجعه آیت الله العظمی سید علی سیستاني سره  د پاپ فرانسیس لیدو او هغې غونډې ته په اشارې سره چې په عراق کې ئې له ستر دیني مرجع سره له لیدو وروسته درلودلې ووئيل، دغه  غونډه ،نجف ،قاهره  او واټيکان  چې په درستې نړۍ کې د دینونو درې رکنونه حسابیږي،سره یو ځاي وګنډل.

ددغه راپور په دوام کې دپه حسیني مقدس حرم کې د ملګروملتو د استازيد شتون  دوه ویډیوئي کلیپونه ستاسو خدمت ته وړاندې کوو.

میرمن جنین هنیس پلاسخارت په دغې ناستې کې له حضرت آیت الله العظمی سیستاني سره د پاپ فرانسیس دتاریخي کتنې په عکس  مشتمله مصلی  د حسینی مقدس آستان د شرعي تولیّت له خوا د ډالۍ په توګه ترلاسه کړه.

په عراق کې د ملګروملتو استازې ته دحسینی مقدس آستان د ځانګړي ډالۍ د وړاندې کولو یو ویډیوئي کلیپ ستاسو په خدمت کې وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4106329  

captcha