IQNA

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو مقدماتی او نهاي مرحلو جزیات اعلان شول

15:54 - December 26, 2022
د خبر لمبر: 3486642
ایکنا-(تهران)د ایران د اوقافو د ادارې د قرآني چارو د مرکز مشر د اسلامی ایران د قرآن کریم د نړیوالو سیایو د نهه دیرشم پړاؤ  د مقدماتي او نهائي مرحلو د وخت  جزیات اعلان کړل.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو مقدماتی او نهاي مرحلو جزیات اعلان شولایکناخبری آژانس راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د اوقافو او دخیریه ادارې د قرآني چارو د مرکز  مشر  حمید مجیدي مهر د قرآن کریم د عمومی سیالیو د نهه دیرشم  پړاؤ دترسره کولو د ترتولو وروستیو جزیاتو په باب له ایکنا سره په خبرو کې  ددغه پروګرام دلاښه اجرا  لپاره د ډیرو غونډو ترسره کیدا ته اشاره وکړه او وې وئيل،  په وروستیو شپو ورځو کې په مشهد مقدس کې ددغو سیالیو دمقدماتي مرحلې د اجرا د ځاي لیده کاته شوي دي. په دغو لیدنو کې  او د اجرائي کمیټې په غونډ، کې پر ځينو جزئیاتو غور او مفصل بحث شوی دی.

 هغه ووئيل، په دغه  پړآؤ کې  ایتاؤ هیوادونو دګډون لپاره خپل استازي معرفي کړي دي. ددغو سیالیو مقدماتي مرحله په مشهد مقدس کې او  نهائی مرحله به ئې هم  په تهران کې داسلامی هیوادونو دمشرانو دغونډې په هال کې ترسه شي.

د ایران دقرآني سیالیو د غږملونکي  لوړې کمیټې  منشي د ایران دقرآن دنړیوالو سیالیو د  مقدماتي مرحلې  دترسره کیدا د وخت  په باب ووئيل،  ددغو سیالیو مقدماتي مرحله د روان  کال دلیندۍ دمیاشتې له ۲۳تر ۲۷نیټې پورې په افتاب ولایت کلتوري کمپلیکس کې  او د  میرمنو په برخې کې د دولسو قاضیانو  او دسړیو په برخې کط هم د دولسو قاضیانو په شتون سره اجرائي کیږي.

هغه زیاته کړه ،دمیرمنو دبرخې مقدماتي مرحله  دلیندۍ د میاشتې په ۲۳ او ۲۴ نیټه او د سړیو برخه هم  دلیندۍ دمیاشتې په ۲۵،۲۶ او ۲۷نیټه  ترسره کیږي. دغه مرحله به په مشهد کې په غیر حضوری بنه  ترسره شي.په دغې مرحلې کې ریکارډ شوي فایلونه  ارزول کیږی . مجیدی مهر دغه راز ووئیل، د ګډون کونکو ویډیوئي فایلونه ، د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارتونو او کلتوري مرکزونو ،جامعةالمصطفی العالمیه او دقرآني موسیسو په غږملتیا سره ضبط اوریکارډ او ترلاسه شوي دی  او د دوی نهائي مرحلې دترسره کیدا په حال کې دي .

هغه ووئيل  ددغو سیالیو نهائي مرحله  د  اسلام د ګران پیغمبر د بعثت  له کلیزې سره په یووخت د سلواغې د میاشتې په ۲۹نیټه په یولړ دستورو کې پیلیږي او د کب دمیاشتې تر دریمې نیټې پورې په دغه دستورې دوا ومومي او هیله مند یوو چې د کب دمیاشتې په څلورمه پنجشنبې ورځې د اسلامی انقلاب د ستر لارښود سره دکتنې دستورې هم ترسره شي.

https://iqna.ir/fa/news/4108692/%D8%

captcha