IQNA

الازهر د افغان انجونو د زده کړې منع کول د اسلامی اصولو په خلاف وبلل

10:56 - December 24, 2022
د خبر لمبر: 3486643
ایکنا-(تهران) د مصر الازهر د افغان انجونو دزده په ممنوعیّت کې د طالبانو وروستی اقدام  له اسلامی احکامو او اصولو سره په تضاد کې وباله.

ایکناخبری آژانس روسیا الیوم له قوله راپور راکړ، الازهر پوهنتون ددغې فیصلې په محکومولو او د یوه پیغام په لیږدولو سره اعلان وکړ،الاهزر  د طالبانو ډلې دغه فیصله له اسلامی شریعت چوکاټه بهر ګڼي اودا  د قرآن کریم له نص سره ښاره تضاد اعلانوي.

الازهر په دغې فیصلې په حیرانتیا ښودلو سره اعلان وکړ،ددغې فیصلې اساس او د رودې پيژندل  له اسلامی قوانینو سره په بشپړ توپیر کې دي،ځکه د اسلام پاک تعلیمات په درست عمر کې  د ټولو انسانانو لپاره دعلم پرطلب او زده کړو ټينګار کوي.

الازهر  پخپلې اعلامیې کې په پوهنتون کې د افغان انجونو د زده کړې دمخنیوي لپاره په افغانستان کې د طالبانو د چارواکو په فیصلې په ژورې اندیښنې او افسوس ښودلو سره  ټينګار کړی، اسلام د سړي اوښځې پشمول  درست مسلمانان  له ځانګو رانیولې تر قبره پورې دعلم او پوهې زده کولو ته بولي او همدغه کړچار سبب شوی دی داسلام په تاریخي ،علمي اوکلتوري تاریخ کې نابغه میرمنې پيدا شي چې د هر یوه مسلمان لپاره تل  د افتخار او مباهاتو زمینه  او  وړیار دی.

 په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي  هه کسان چې دغه شان فیصله ئې کړې ده، څرنګه پر هغو کابو دوه زره حدیثونو  چې د حضرت محمدمصطفی(ص) د ماندنې حضرت عایشه(ر) او د اهل سنت په ترټولو معتبرو کتابونو کې نقل شوي دی ،سترګې پرې پټولی شي. آیا دوي د علم ،تعلیم او تربیّت ،سیاست په ډګرونو کې او حتی د تیرو وختونو  او  اوسمهال اسلامی نړۍ په غورځنګونو کې له مخکښو او مبارزو میرمنو له ډک تایخه بې خبره دي؟  

د الازهر په اعلامی کې همداراز راغلی دي ،ددغې فیصلې کونکي دې د امام بخاري د مفسرانو سندونو ته چې په ؛تهذیب التهذیب ؛نومې کتاب کې هم راغلی دي بلنه وکوو چې دغه کتاب دې وګوري او په هغو کې د دیرشو مسلمانو میرمنو نامې د حدیثو راویانې ،فقیه  او مورخې اوادیبانې  ذکر شوي او هغه هم د اصحابو اود هغو په ورپسې نسلونو څخه دي چې په هغو کې ترټولو غوره حضرت فاطمةالزهرا سلام الله علیها،حضرت عایشه ،حضرت حفصه حضرت امره امد الدردا ،شفاءبن عبدالله او همداشان نوره ډیرې میرمنې راویانې او حدیث وړاندې کونکي دي چې پر دوي سترګې نشي پټيدلی، او هر څوک له دوي پرته بل اساس  بیان او یا دود کړي ،په چورلټ ډول  ئې پر اسلام دروغ اوبهتان تړلي دي ځکه دمونږ دین عمل پر هر مسلمان سړي او ښځې  فرض او واجب بلل دی یږ

د الاهزر پوهنتون په دغې اعلامیې کې له طالبانو غوښتل شوي دي پخپلې دغې فیصلې دې بیا کتنه وکړي.

د ایران د اسلامی جمهوریت د قرآن د نړیوالو سیالیو مقدماتی او نهاي مرحلو جزیات اعلان شول

https://iqna.ir/fa/news/4109022/%D  

captcha