IQNA

اسلامی ایران د نړیوالې ایټمي موافقې د نهایی ګامونو پورته کولو ته تیار دی

16:28 - December 24, 2022
د خبر لمبر: 3486648
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په یوه پیغام کې ګواښ کړی،د ایران له لوری به د نړیوالې ایتمي موافقې کړکې د تل لپاره نه خلاص نه وي او باید له دغه فرصته دې مقابل لوری استفاده وکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت  خارجه وزیر حسین امیرعبداللهیان وویل اسلامی ایران د ایټمي موافقې د نهایی ګامونوپورته کولو او  د ظالمانه بایکاټونولغوه کولو ته دنړیوالې ایټمي وافقې نهائي خبرواترو ته چمتو دې .

دی ایران خارجه وزیر په یوه ټویټ کې ولیکل د اروپایی اتحادیې د بهرنی سیاست د   کمیشن  له مسئول بورل سره په کتنه کې د ایټمی موافقې د نهایی ګامونودپورته کولو په اړه موافق دې .

د ایران خارجه وزیر جوته کړه د ایران له لوری به د موافقې کړکې د تل لپاره نه وی خلاص .

امیر عبداللهیان همداراز په اوکراین کې په سیاسی حل لارې په ټینګار سره وویل نه د ابوغریب او ګوانتانامو او نه په یمن او افغانستان کې د ماشومانو او میرمنو پرضد جنایت ، امریکا ته نورو ته د نصیحت کولو اجازه نه ورکوي .

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i125246

captcha