ایکناخبری آژانس راپور راکړ، د مصر عربی جمهوریت یو نړیوال قاری عبدالرحمن الخولي د یاد او خاطرې د درنښت په هغو دستورو کې چې د قرآن کریم د ټولنې له خواد شهید قاسم سلیمانی او شهید ابومهدي المهندس د شهادت د دریمې کلیزې په مناسبت ترسره شوې،د قرآن کریم یو شمیر آيتونو تلاؤت وکړ.
دغه دستورې د لبنان په الجنوب ولایت کې په سور سیمې کې د امام حسین په کمپلیکس کې ترسره شوې او د شیخ علی عارف، په حزب الله کې د الجبل سیمې مسئول حاج بلال داغر، سردار علی الحاج او یو شمیر نورو عالمانو اوشخصیتونو پکې ګډون درلود.
دغه دستورې په روان کال کې د لبنان د قرآني سیالیو د لومړی لمبر قاري محمد غملوش په تلاؤت سره پیل شوې ،وروسته د شهیدانو یو شمیر بچیانو او نوروویناوالو هم خپل نظرونه وړاندې کړل او دغه راز د شیخ قاسم سلیماني په باب یو انځوریز راپور هم خپور شو،په دوام کې دمصر یو نړیوال قاری عبدالرحمن الخولی هم د قرآن کریم د څو ايتونو په زړه پورې تلاؤت وړاندې کړ.