ایکناخبری آژانس د اسلامی ارتباطاتو او کلتور د ادارې له قوله راپور راکړ، د سردار شهید قاسم سلیماني د شهادت د دریمې کلیزې ددرنښت په مناسبت د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري مرکز د اجتماعاتو او نګارخانې په ستر هال کې د رها خیریه فاؤنډیشن د هنري آثارو نندارتون ترسره شو. دغه دستورې د قرآن کریم د یوه غوره قاري اخلاقي په وسیله د کلام الله مجید د څوآيتونو په تلاؤت سره پیل شوې او د شهید سردار قاسم سلیماني د اخلاقي ځانګړنو او میړنتوبونو د او ددغه نندارتون د اهمیّت او ترسره کیدا په باب د رها خیریه بنیاد دمدیر حسیب په وینا سره ئې دواو وموند.
هغه ووئيل، د ماشومانو د هنري اثارو نندارتون، د ماشومانود وړتیاؤ او ظرفیّتونو د ودې اولوړتیا لپاره او د ډيرو روحي او نفسیاتي ناروغیو په درملنې کې مثبتې اغیزې لري.
د افغانستان په هرات ولایت کې د ایران د کلتوري مرکز مسئول مجید خالق نیا هم د اسلام د میړني سردار شهید قاسم سلیماني د میړنتوب اوشجاعت او اخلاقي خانګړتیاؤ په بیانولو سره د جنرال قاسم سلیماني د مکتب مصداقونه بیان کړل.
ددغو دستورو په څنډې کې د شهید جنرال قاسم سلیماني او د مقاومت په چورلیز کې ددغه شهید د شجاعت په لسګونو انځورونه نندارې ته وړاندې شول چې د لیدونکو له هرکلی سره مخ شول. همداراز په یوه زړه پورې سرود سره د شهید قاسم سلیماني د شجاعتونو یو کلیپ دسینما په سکرین نندارې ته وړاندې شو.
https://iqna.ir/fa/news/4111753