IQNA

د افغانستان طالبان دې د میرمنو په اړه پخپل نظر بیا کتنه وکړي

16:43 - January 21, 2023
د خبر لمبر: 3486779
ایکنا-(تهران)د ملګروملتو د سرمنشي مرستیال او دوو سلاکارانوپه کابل کې له طالب چارواکو سره په لیدوکاتو کې هڅه کړې،د افغانستان د میرمنو په باب د دوي نظر بدل کړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د طالبانو حکومت د افغانستان په ښونځيو او پوهنتونونو کې د افغانستان د انجونو د زده کړې له مخنیوي وروسته د روانې میاشتې په پیل کې دوي په خصوصي برخو کې له کاره هم منعې کړې.

 ،په افغانستان کې د ملګروملتو سرمنشي دفتر په یوې اعلامیې کې ووئیل،د سرمنشي مرستیالې آمنه محمدد میرمنو دتوانمنیدا او جنسیتي  برابرۍ لپاره اجرائي مدیرې سیمابحوث، په سولې او سیاسی چارو کې  د سرمنشي سلاکار خالد الخیاري  افغانستان ته په څلور ورځني سفر کې  د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړل او دغه راز ئې پخپلو خبرو کې  دافغانستان له ولس سره د ملګروملتوپر پیوستون ټينګار کړی دی.

ملګری ملتونه وائي،په کابل او کندهار کې له طالب چارواکو سره په لیدوکتو کې،دغه پلاوي په مستقیم ډول په داخلی او بهرنیو غیرحکومتي موسیسو او اورګانونو کې د میرمنو له کاره منع  کیدا پخپلې ایجنډا کې په لومړیتوب بللې ده.د سرمنشي د مرستیالې په مشرۍ د ملګروملتو دغه پلاوي په خپلو لیدوکتو کې وئیلي دي ،د طالبانو دغه ممنوعیّت ډيری هغه موسیسې او اورګانونه له میلیونونو تاوان موندونکو افغانانو سره مرستې کوي ،کمزوري کوي.

آمنه محمد وائي، زما پیغام ډير روښانه ؤ ،دغه  محدودیّتونه افغان میرمنې او انجونې په خپلو کورونو کې بندي کوي، ددوي حقوق چخڼي کوي او ټولنې  دد وي له خدماتو محروموي.

د ملګروملتو امنیت شورا پنځلسو غړو د متحده عربی اماراتو او جاپان په غوښتې  په روانې مرغومې میاشتې کې د بندو تنبو  ترشاغونډه جوړې کړې،څو د طالبانو د حکومت د فیصلو په باب خبرې وکړي.دغو غړو همداراز د افغانستان د انجونو د زده کړې د ممنوعیّت د فوری لغوه کولو غوښته  کړې ده.

د ملګروملتو د ماشومانو دبسپنې عمومی مدیرې کاترین راسل هم په یوې جلا اعلامیې کې  دافغانستان د میرمنو او انجونو په ضد ممنوعیّتونه، خطرناک او په دغه هیواد کې د ورانکارو اغیزو لرونکي بللي دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126548

captcha