IQNA

د قرآن په شان کې ګستاخي د استکباري قدرتونو له خوا یوه منظمه پروسه ده

15:38 - January 25, 2023
د خبر لمبر: 3486802
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی شورا ۲۳۷استازو په یوې اعلامیې کې په سویډ او هالینډ کې د قرآن کریم د سپکاویو په محکومولو سره ټينګار کړیدی ،دغه سپير او نابخښونکی اقدام او د آسماني دینونو مقدساتو ته سپکاوی،د استکباري قدرتونو یوه منظمه سناریو او پروسه ده.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د ایران د اسلامی شورا استازو نن د یوې اعلامیې په خپرولو سره په اروپائي هیوادونو کې د قرآن کریم  په شان کې سپکاوي په سخته محکوم کړل.

په سویډ کې د  ترکیې د سفارت په وړاندې  او بیا له دې وروسته دهالینډ ځينو ا فراط پالو یهودي مشرانو د موحدانو د آسماني کتاب قرآن کریم په شان کې سپکاوي کړي چې د  لویدیځوالو د کلتور او تمدن  د سپک هویّت ښودنه کوي.

ایسنا خبری آژانس راپور ورکړی، د ایران د اسلامی شورا استازو نن  په خپلې غونډې کې اعلان کړی  دلویدیځوال واکوالان  دبیان د آزادۍ دملاتړ په چټي پلمو سره ، سرزوري اوافراط پال عناصرو لاسونه  دمقدساتو په ضد دنفرت خورونې په لاره کې آزاد پریږدي او پخپلو ټولنو کې له اسلامه د ویرونې او اسلام ضده پروسه سسټماټيک کوي.

 په دغې اعلامیې کې راغلي دي ،قرآن کریم په نړۍ کې د څه دپاسه دوه میلیارډ مسلمانانو د مقدساتو او اعتقاداتو  په اساس مقدس او آسماني کتاب دی،نو په کوم اساس او په کوم  حقوقي  اجازت سره ، یو هیواد  ځان ته اجازت ورکوي د نړۍ دمسلمانانو   داعتقاداتو او مقدساتو سپکاوی وکړي؟

په دغې اعلامیې کې  همداراز د قرآن کریم آسماني کتاب تقدس ته دسپکاوي په سختې محکومونې سره چې  د سویډ حکومت په رسمي اجازت سره ترسره شوي ،د اسلامی ملګرتیاموسیسې  پر مشرانو غږ کړی، دنړۍ دمسلمانانو دمقدساتو په ضد له منظمو سپکاویو سره  دمقابلې لپاره اقدام وکړي. 

له دې مخکې د ایران دخارجه وزارت ویندوي ناصر کنعاني په اروپائي هیوادنو کې د قرآن کریم دسپکاویو دوام چې دې ځل په سویډ اوهالینډ کې شوی ،په کلکه محکوم کړی او وئيلی ئې دي ،له بده مرغه په ځينو اروپائي هیوادونو کې د تیر وخت په شان د بیان د آ زادۍ دملاتړ په چټي پلموس ره، د اسلامی ارزشتونو اومقدساتو په ضد دنفرت خورونې په لاره کې دسروزورو او افراط پالو عناصرو لاسونه آزادپریښودلی دي او د بشري حقوقو له ښکلو شعارونو سره سره، پخپلو ټولنو کې له اسلامه د ویرونې او اسلام ضده پروسه سسټماټیک کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4117238/%D9% 

captcha