IQNA

اروپايي او لویدیځی هیوادونه د آسماني کتاب قران مجید او اسلام سپکاوی کوي

7:15 - January 28, 2023
د خبر لمبر: 3486811
ایکنا-(تهران)د ایران د اسلامی جمهوریت د تهران پشمول په لسګونو ښارونو او ښارګیو کې مومنو او عبادت کونکو خلکو د جمعې له لمانځه وروسته په خودجوشه توګه په اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم او دن ورو سپیڅلتیاؤ د سپکاويو د غندلو لپاره لاریونونه وکړل او له سپکاوي  دغه ډک اقدام یې وغاند.

زمونږخبریال د پارس ټوډې له قوله رآپور راکړ، د ټول اسلامي ایران خلکو پرون له جمعې  لمانځه وروسته په لاریونونو او اعتراضیه غونډو ترسره کولو سره د اسلامي سپیڅلتیاو په سپکاوي کولو او د ایران د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک پرضد د بایکاټونو په لګولو کښې د امریکا په مشرۍ د اروپايي او د لویدیځو هیوادونو وروستي اقدامات وغندل.

د سویډن او د ډانمارک اسلام ضد او سرزوري ښاریز «راسموس پالوډان» د جنورۍ د میاشتې په یویشتمه نیټه له سپکاوي په ډک اقدام کښې د سویډن په پلازمینې کښې د ترکیې د سفارت مخ ته یوه قران کریم ته اور واچوه.

مسلمانو هیوادونو په تیره بیا اسلامي ایران د اروپا د دغه ښاریز دغه غیر انساني اقدام په کلکه وغاند.

اسلامي ایران ، مصر ، کویت ، متحده عربي اماراتو ، د مصر الازهر پوهنتون، د مسلمانو علماو نړیوالې ټولنې ، قطر، عربستان ، انډونیزیا، اردن ، مراکش ، د اسلامي ملګرتیا موسسې، د فارس خلیج ملګرتیا شورا ، ترکیې او د یمن انصار الله غورځنګ د دغه اقدام او د هغه د تکرار په هکله بیانیې خپرې کړي او د هغو اقداماتو د زیاتیدا په هکله یې چې د دینونو د بې حرمتۍ او د تاوتریخوالو د زیاتیدا سبب شي خبرداری ورکړ.

د اسلامي ایران مومنو او عبادت کونکو خلکو د جمعې له لمونځونو وروسته په اروپايي هیوادونو کښې د قران کریم د سپکاوي د غندلو لپاره لاریونونه وکړل او له سپکاوي  دغه ډک اقدام یې وغاند.

د اسلامي ایران خلکو دغه راز د ترهګرو ډلو په فهرست کښې د اسلامي انقلاب د سپاه پاسداران ځواک د نوم په شاملولو کښې د اروپا د پارلمان اقدام وغاند.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i126926

captcha