IQNA

په سمنان کې د یو مړ شوي افغان د بدن غړي د نورو ژوند د ژغورلو لپاره ورکړل شول

15:49 - January 28, 2023
د خبر لمبر: 3486814
ایکنا-(تهران)د منصور په نوم یو ۲۶ کلن افغان چې د ایران په سمنان ښار کې د دماعي سکتې له امله مړ شوی وو، مور او پلار یې د خپل مړ شوي زوی د بدن غړي په یاده سیمه کې نورو ناروغ افغانانو ته د هغوی د ژوند ژغورلو په موخه ورکړي وو.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د منصور په نوم یو ۲۶ کلن افغان چې د ایران په سمنان ښار کې د دماعي سکتې له امله مړ شوی وو، مور او پلار یې د خپل مړ شوي زوی د بدن غړي په یاده سیمه کې نورو ناروغ افغانانو ته د هغوی د ژوند ژغورلو په موخه ورکړي وو.

څه موده وړاندې د ایران په مشهد ښار کې هم د یوې مړې شوې ۲۵ کلنې افغانې سمیعه مهدوي د وجود غړي ۶ ناروغ او اړمنو افغانانو ته ورکړل شول چې له امله یې د هغوی ژوند وژغورل شو.

په ایران هېواد کې د بدن غړو د ورکړې قوانینو له مخې، ټول هغه ناروغان چې د وجود بېلا بېلو غړو ته اړتیا ولري، د مړو شویو کسانو څخه د تر لاسه کولو په موخه به ثبت نام کوي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i126980

captcha