IQNA

د افغانسان په هرات کې د ایران له خوا د ټوریسټي وېزو د ورکولوبهیر له سره پیل شو

16:02 - January 30, 2023
د خبر لمبر: 3486825
ایکنا-(تهران)د ایران له لورې د ټوریسټي ویزو د ورکولو د بهیر له بندیدا وروسته، اوس بیا د افغانستان د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شوي او له ایراني لوري سره ئې موافقه شوې چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.

ایکنا خبری اآژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانسان د هرات په ولایت کې د ایران د اسلامي جمهوریت کنسولر اعلان وکړ چي د افغانستان د لوېدیځو ولایتونو د اوسېدونکو لپاره د سیاحتی یا ټوریستي ویزو د صادرولو بهیر له سره پیل شوی دی.

هغه یادونه وکړه چي دغه بهیر د هرات ولایت له افغان مسئولینو سره د موافقې له مخې پیل شوی او سر له ننه افغانان کولایشي کنسولګری ته په مراجعې سره، ویزو ته ثبت نام وکړي.

همدارنګه په یوه خبرپاڼه کې چي د ایران د کنسولېټ له خوا خپره شوې، راغلې ده چي ډېر ژر به د ویزو لپاره د ثبت نام بهیر د غور، بادغیس او فراه په ولایتونو کې هم پیل شي.

د ایران له لورې د سیاحتي ویزو د ورکولو د بهیر له بندون وروسته، د هرات ولایت ځایي چارواکو د دغه بهیر د پلېدو غوښتونکي شول او موافقه وشوه چي د ثبت نام بهیر د کنسولېټ تر نظارت لاندې تر سره شي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i127076

captcha