IQNA

د ترهه ګرۍ په باب د افغانستان د طالبانو په ضددپاکستان د تورونو دوام (مقاله)

14:44 - January 31, 2023
د خبر لمبر: 3486831
ایکنا-(تهران)د پاکستان خیبر پختونخواه صوبې په مرکز پیښور کې په یوه جومات کې په ترهه ګرې او ځان مرګي حملې پسې چې د وروستیو راپورونو په اساس درې نوي کسان پکې شهیدان او یو سل شپیته نور ټپیان شوي،د پاکستان  دکورنیو چارو وزیر د افغانستان پر طالب واکوالانو غږ کړی،په دغې موضوع دې غور وکړي.

ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناءالله په یولړ څرګندونو کې ټينګار کړی،تحریک طالبان پاکستان یا هماغه ټي ټي پي  هماغه رازپه پاکستان کې په مختلفو ځایونو باندې د حملو د منظمولو او ترسره کولو لپاره،د افغانستان له خاورې استفاده کوي. له دې مخکې د پاکستان دفاع وزیر خواجه آصف هم له طالبانو غوښتي وو چې د پولو د امنیت په پیاوړي کولو سره دې  د پاکستان خاورې ته د ټي ټي پي دترهه ګرو دنفوذ مخه ونیسي . هغه  چې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف،دپوځ له عمومي قوماندان  جنرال عاصم منیر سره یو ځاي په پيښو ر ښار کې د پولیس لاین  په جومات د مرګوني حملې د ارزونې لپاره  دغه ښار ته تللی ؤ ووئيل،ترهه ګر د افغانستان  له حدودو د اسلام آباد  حکومت او عمومي ځایونو په ضد اقدامات کوي.د وروستیو راپورونو په اساس د پيښور د پولیس لاین په جامع جومات کې د ځان مرګي حملې د وژل شوو کسانو شمیر درې نوي کسانو ته رسیدلی او وئیل کیږي،چې کابو یو سل شپیته نور کسان هم ټپیان دي چې په هغو کې په لسګونو نور هم مرګي حاله دي.

تحریک طالبان پاکستان(ټي ټي پي )له دغه جنایته وروسته په یوې خبرتیا کې  د خداي په کور کې ددغه وحشي ډوله  جنایت پړه په غاړه  واخسته  او اعلان ئې وکړ،  دغه شان غچ اخستونکي  حملې به دوام ومومي،البته څو ساعته وروسته ئې بیا اعلان وکړ چې دغه جنایت دوي نه دی کړی. د افغانستان  طالبانو که څه هم  دغه  چاودنه غندلې ده،خو د پاکستان دسیاسی او پوځي چارواکو  له نظره،کافی نه ده  او باید دټي ټي پي پشمول  له ترهه ګرو ډ لو سره په مقابلې کې عملي ګامونه پورته کړي.د افغانستان د چارو یو کارپوه اوشناندی ښاغلی اقبال په دې باب وائي،د افغانستان طالبان هماغه شان د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي څخه په ملاتړ تورن دي.ددغه هیواد پوځ وائي،له ترهه ګرو ډلو سره ئې دمقابلې لپاره لازم اقدامات غوره او عملیاتي کړي دي،خوپه افغانستان کې د ټي ټي پي  ترهه ګرو بیرته منظمیدا د دوي لپاره دا امکان برابروي چې په پاکستان کې پر ځيني ټارګټونه په نښه کړي.

که څه هم  د افغانستان طالبان هماغه شان له ترهه ګرو سره په مقابلې ټيڼګار کوي ،خو په دې باب د پاکستان د حکومت دشک دوام ،د اسلام اباد او طالبانو پر اړیکو لازیاتې منفي اغیزې شیندلی شي. طالبان چې د پاکستان د پوځ داستخباراتي ادارې آئي ایس آئي پنځول شوي ډله حسابیږي،اوس چې بیرته ئې په افغانستان کې قدرت ترلاسه کړیدی،د پاکستان د حکومت لپاره په یوه جدی چیلنج بدل شوي دي،ځکه هماغه شان چې د پاکستان چارواکي وائي، په افغانستان کې په تیر یوه کال کې په سیاسی بدلون سره او له دغه هیواده  د امریکا په وتلو سره،د ترهه ګرۍ خوځښتونه د پاکستان وآخوا ته متوجه شوي دي. په دې باب د سیاسی چارو یو بل کارپوه ښاغلی عبدالطیف نظري په دې باب وائي،داسې ښکاري پاکستان ددې تمه نه درلوده چې د ا فغانستان طالبان به یوه ورځ  د پاکستان د امنیت لپاره په جدي چیلنج بدل شي.د اسلام اباد دچارواکو له نظره،  طالبان  چې په تیرو وختونو کې د ترهه ګرو ډلو له  چلونو او رودو سره بلد دي، په آسانۍ سره د ټي ټي پي وګړي رالاندې کولی شي،البته اوسمهال دتحریک طالبان پاکستان  د حملو په محکومولو بسته کوي.

په هر حال ،د پاکستان د اپوزیشن لوري تحریک انصاف ګوند له خوا د ټي ټي پي د  جنایتکارو له خوا دترهه ګرو حملو زیاتیدا، له ترهه ګروډلو سره د مقابلې لپاره د پاکستان دپوځ توان ترپوښتنې لاندې ورولي.پردې سربیره،په پاکستان کې ځينی سیاسی ټولنې په دې اند دي چې ددغه  هیواد حکومت دې له ځينو سیمه ایزو ډلو ټپلو سره پخپلو مناسباتوبیا  کتنه وکړي.په عین حال کې داسې ښکاري،د پاکستان په داخل کې مختلفې ترهه ګرې ډلګۍ د ترهه ګرو ډلو په نیابت  ترهه ګرې حملې کوي چې دې موضوع ته بې پامي په راتلونکي کې،پاکستان له سختو امینتی شرائطو سره لاس او ګریوان  کولی شي.په تیره بیا دا چې ځيني داخلی ترهه ګرې ډلګۍ  چې مخکې ئې له داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې سره په ائيتلاف کې  د پاکستان په داخل کې ترهه ګرې حملې کړی، او اوس دغه واقعیّت دپاکستان د ټولنې لپاره په یوه ستر  چیلنج بدل شوی دی چې باید کومه لاره چاره ئې ولټول شي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i127126

captcha