ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو او د پاکستان دحکومت ترمینځ په همداوروستیو کې د ځينو ترینګلتیاؤ او اختلافاتو له امله اړیکې تر ډیره حده خړې پړې شوي دي، البته ددغې فیصلې د دلیلونو په باب د پاکستان حکومت تر دې دمه څه نه دي وئيلي.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله له قوله راپور راکړ، د پاکستان خارجه وزارت په یوې خبرتیا کې وئیلی دي ،فی الحال ئې د افغانستان د ښاریزو لپاره د وزیرو ورکول تر بلې اطلاع پورې درولی دي .
د پاکستان خارجه وزارت په دغې خبرتیا کې وئيلی دي،په یولسو هیوادونو کې ئې خپلو سفارتونو او کونسلګریو ته وئیلی دي وڅو دافغانستان ښاریزو ته دې د ویزو ورکول تر بل خبر پورې وځنډوي.
که څه هم ددغې فیصلې دلیل نه دی بیان شوی،خو په وروستیو اونیو کې د پاکستان او د افغانستان د طالبانو اړیکې په پاکستان کې د افغان پناه غواړو د کړونې او نیونې او ځینو نورو ترینګلتیاؤ په وجه تر ډيره حده خړې پړې شوي دي .