IQNA

د افغانستان د میرمنو د زده کړې د نظام د پیاوړي کولوهڅه کوو

15:35 - February 13, 2023
د خبر لمبر: 3486894
ایکنا-(تهران د طالبانو د حکومتی کابینې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفی،د افغانستان د ځوانانو په روزنې کې د استاذانو د رول او په ټولنې کې ددوي  ځائيګي او اهمیّت په قدرونې سره ووئیل،د نیواکګرۍ او جنګونو د څلورلسیزو ترینګلتیاؤ په دلیل ،هیواد ډير نه جبرانیدونکي تاوانونه لیدلی دي او ددغو تاوانونو د جبرانولو لپاره  تعلیمیافته کسانو ته ډیره اړتیا لرو.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د طالبانو دموقته حکومت  دکابینې مرستیال مولوی عبدالسلام حنفي  پرون د تحصیلی اورګانونو د استاذانو لپاره ددیني او علمي  درې ورځنیز سمینار   کې د تحصیلی معیارونو  باندې په بیا کتنې په ټينګار سره  ووئيل،پخپلو پښو د دریدونکي افغانستان  لپاره  د هیواد د زده کړې د نظام د پياوړتیا لپاره به  له هیڅ ملګرتیا او مرستې ډډه ونه کړي.

 مولوی حنفي،د افغانستان د ځوانانو په روزنې کې د استاذانو د رول او په ټولنې کې د دوي  ځائيګي او اهمیّت په قدرونې سره  ووئیل، د نیواکګرۍ او جنګونو د څلورلسیزو ترینګلتیاؤ په دلیل ،هیواد ډير  نه جبرانیدونکي تاوانونه لیدلی دي او ددغو تاوانونو د جبرانولو لپاره  تعلیمیافته کسانو ته ډیره اړتیا لرو.

  دطالبانو د حکومت د لوړو زده کړو وزیر مولوی ندامحمد ندا  هم په دغه سمینار کې پخپلې وینا کې ووئيل،  د طالبانو حکومت دخپلو دیني او ملی ارزښتونو په سیوري کې  د  ځوانانو  زده کړې او روزنې ته ژمن یوو.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i127888

captcha