د ایران د قرآن نړیوالو سیالیو د نهه دیرشم پړاؤ د لهجې د څانګې قاضي او داؤر محمد صادق رحیمي له ایکنا سره په خبرو کې ووئيل،د ایران دقران نړیوالې سیالۍ ډیرې اغیزشیندونکي دي او باید ووایم چې دا سیالئ د افغان ځوانانو لپاره الهام بخښونکي دي.
هغه پخپلو څرګندونو کې ووئيل دۀ له نهه کلنئ له قران سره آشنائي پيل کړې او الحمد الله د خداوندمتعال به مهربانۍ سره او د کورنۍ په هڅونې سره مو دغې لارې ته دوام ورکړحو دا چې په ۱۳۷۸لمریز کال کې ایران ته روان شوم.دلته مو د ایران په پوهنتونونو کې د صوت یا غږ،لهجې او تجوید تخصصي او پرمختللي مرحلې کچ کړې او په تهران او قم کې مو د اسلامی مذهبونو د نزدیکت په پوهنتون کې د قرآني علومو کې تیرې کړې او اوس د علومو او د قرائت د تخنیکونو په څانګې کې په پی ایچ ډي کې زده کړې کوم.
د قرآني چارو د غه افغان قاضي او داؤر په دوام کې ووئيل، زه که څه هم په تیرو کلونو کې د قاضیانو په دلې کې نه وم،خو لکه څنګه چې دوستان مو درلودل چې قاضیان وو،لکه چې استاد ابوالقاسمي،استاد سعیدیان،استاد رضیعي او داسې ځیني نورو په څير قاضیان وو،نو له دوي سره مو ښه ارتباط درلود او مینه او لیوالتیامو ورځ تر بلې زیاته شوه او دغه راز په قرآني چارو کې مو دلچسپي اخسته او دسیالیو له کیفیّت او نورو برخو مو ځان خبروۀ.سږکال له دې وروسته چې کرونائي بحران تیر شو او حضوري سیالئ پیل شوې،نو باید ووایم چې د ګډون کونکو او دمینه والو خلکو د پراخ شتون له نظره،دغه اوسنۍ سیالۍ ډیرې په زړه پورې او په لوړه سویه وې.استاد رحیمي د افغانستان د قاری اجرا ښه او تخنیکي وبلله او هیله ئې وښودله چې هغه جایزه وګټل شي.
د افغانستان د قرآني چارو دغه استاد همدرااز په افغانستان کې د قرآني فعالیتونو په باب ووئیل،ددغه هیواد خلک له قرآن کریم سره ډيره مینه لري او اوس چې په افغانستان کې د طالبانو دحکومت وخت دی،په کابل،مزارشریف کې مو له خپلو شاګردانو سره او په هرات کې مو له خپلو دوستانو سره خبرې کوم،نو مشخصه کیږي، چې دغه اوسنۍ سیالیو پر دوي دیرې ژورې اغیزې شیندلي او دوي هڅه کوي یوه ورځ په دغو سیالیو کې ګډون وکړئ شي او د ایران د قرآن دغه سیالۍ لامل شوي چې ددغو سیالیو ځوَږد افغان ځوانانو تر لمن ورسیږي او ورڅخه اغیزمن شي.هغه ووئيل کله چې د شپې مهال په هوټل کې وم نو له افغان ځوانانو مو په دوامدار ډول پیغامونه ترلاسه کول چې پوښتنې ئې کولې په دغو سیالیو کې څرنګه ګډون کولی شو.دوي په ډيرې لوړې انګیزې او امید سره د قرآن کریم په چارو کې دلچسپی لری او د قرآني چاروپه مختلفو څانګو کې د زده کړې هڅه کوي. رحمي د طالبانو پر افغانستان له مسلط کیدا وروسته او مخکې په دغه هیواد کې دقرآني فعالیتونو د پرتله کولو په باب هم ووئیل، احساس کوم چې د طالبانو شتون نه یوازې د قرآني فعالیتونو لپاره خنډ نه دي،بلکې دغه فعالیتونه لاپسې روښانه شوي هم دي .