IQNA

ایران د افغانستان د سفارت په چارو کې دخالت نه کوي

16:02 - February 27, 2023
د خبر لمبر: 3486964
ایکنا-(تهران) پاکستان، ترکمنستان،چین،قطر، ترکیه او روسیه هم له دې مخکې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته رسپارلي دي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت  په یوه اعلامیه کې ویلي چي په تهران کې د افغانستان په سفارت کې بدلونونه د دې هیواد داخلي موضوع ده.

سره له دې چي د طالبانو حکومت د نړیوالې ټولنې له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی لیکن یو شمېر هیوادونه هڅه کوي چي طالبانو سره د ډیپلماټیک تعامل له لارې د افغانستان  خلکو ته د بشري مرستو د رسولو زمینه برابره کړي.

 پاکستان، ترکمنستان، چین، قطر، ترکیه او روسیه هم له دې مخکې په خپلو هیوادونو کې د افغانستان سفارتونه د طالبانو استازو ته رسپارلي دي.

د ایران د خارجه وزارت د عامه اړیکو ادارې په اعلامیې کې د مطرح شویو ادعاګانو په تکذیبولو سره، ټینګار کړی دی چي په تهران کې د افغانستان د سفارت د سپارلو او بدلون چارې، افغانستان پورې اړونده مسئله ده او د ایران خارجه وزارت په کښې هیڅ مداخله نه ده کړې.

په دغه اعلامیه کې راغلې دې چي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت په تهران کې د افغانستان د سفارت پورې اړوند هیڅ یو سند او یا تجهیزات نه دي ترلاسه کړي.

د افغانستان طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چي د سفارت فعالیتونه به د نویو ډیپلماټانو له ګمارلو وروسته پیل شي او مهاجرینو ته به خدمات له سره پیل شي.

د اعلامیې په دوام کې د ډیپلماټیکو کادرونو بدلون د هر یو هیواد مشروع حق بلل شوی او تاکید شوی دی چي په نویو ګمارنو سره، به د سفارت چارې او د دواړو مسلمانو هیوادونو اړیکې له پخوا  لازیات پیاوړې شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i128640

captcha