IQNA

14:05 - March 01, 2023
د خبر لمبر: 3486976

په ایران کې شپږ لکه اویا زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

ایکنا-(تهران)په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز له دغه حکم وروسته، د کورنیو چارو وزارت په ګډون له نورو دولتي ادارو سره په جدي  توګه تعقیبوي، څو ستونزې، محدودیتونه حل او افغان ماشومان له سمې زده کړو برخمن شي.

په ایران کې شپږ لکه اویا زره افغان زده کوونکي په زده کړو بوخت دي

ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامي جمهوریت حکومت له بندیزونو او خنډونو سره سره، د افغان زده کوونکو په ګډون چې د بهرنیو وګړو ډېری برخه جوړوي، د کډوال زده کوونکو لپاره د زده کړې او روزنې له فرصتونو څخه د ګټې اخیستنې مساوي شرایط برابر کړي دي.

په ایران کې د نړیوالو چارو او د بهرنیو ښوونځیو مرکز، د راپور په خپرولو سره اعلان وکړ چې نړیوالو مؤسسو په تېرو دوو کلونو کې په ایران کې د افغان زده کوونکو د زده کړې له ۳،۹ سلنه څخه کم لګښت ورکړی دی او د ایران اسلامي جمهوریت د افغان زده کوونکو د زده کړو ۹۶،۱ سلنه لګښتونه په غاړه اخیستي دي.

د ایران د پوهنې وزارت د عامه اړیکو د معلوماتو له مخې، په دغه راپور کې راغلي چې د دغو مؤسسو لپاره اړینه ده، چې په ایران کې د مېشتو افغانانو زده کوونکو لپاره د عامه زده کړو کیفیت او کمیت ته ډېره پاملرنه وکړي او د ښوونځیو د جوړولو او چلولو لګښتونو د زیاتوالي په برخه کې لا زیاتې مرستې وکړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i128782  

captcha