ایکنا د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د اورزګان ولايت د ټولګټو رياست چارواکي وايې چي د حضرت سلطان ولسوالۍ اړوند د (پُل کلان) د ويجاړو شويو برخو اساسي ترميم او بيارغوني کارونه شروع شوي او له همدي سببه دغه مسير يې د ټرافيکو پرمخ تړلی دی .
د ياد ولايت د ټولګټو رياست چارواکي وايې چي د موټر چلوونکو او هيوادوالو لپاره يې بديلې لاري چمتو کړي دي تر څو هيوادوال وکولای شي چي د دغي پروژي تر خلاصيدو پوري له دغو بديلې لارو ګټه واخلي او تګ راتګ وکړي.
بار وړونکي او مسافر وړونکي موټرونه کولای شي چي د ډبرو سکرو د نوي مارکيټ له لاري چي د ايبک ښار له ټرافيکو چوک څخه په ((۱۶) کيلو مترۍ کي پروت دی تګ راتګ وکړي او د مزارشريف۔کابل مسير مسافرين کولای شي چي د حضرت سلطان ښارګوټي پر آسياب آباد فرعي مسير تګ راتګ وکړي.
دا په داسې حال کې ده دافغانستان د ټولګټو چارو وزارت د افغانستان په مختلفو سیمو کې د بیارغونې کارونه پیل کړي دي چې ډیری یې بشپړ او ډیری یې د بشپړیدو په حال دي