IQNA

افغانستان د ټولو قومونو او پرګنوګډ کور دی،باید آباد ئې کړو

7:23 - March 11, 2023
د خبر لمبر: 3487017
ایکنا-(تهران)د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د مشر سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر د طالبانو د حکومت د ښارونو د جوړولو د وزارت له مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني سره په کتنه کښې وویل  افغانستان د ټولو افغان قومونو ګډ کور دی او حکومت له توپیر پرته د ټولو په خدمت کښې دی.

ایکناد پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د طالبانو د حکومت د مشر سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیرپه یولړ څرګندونو کې افغانستان له ټولو قومونو او پرګنو سره اړونده وباله.

هغه پرون د طالبانو د حکومت د ښارونو د جوړولو د وزارت له مرستیال شیخ مدار علي کریمي بامیاني سره په کتنه کښې وویل  افغانستان د ټولو افغان قومونو ګډ کور دی او حکومت له توپیر پرته د ټولو په خدمت کښې دی.

عبدالکبیر ژمنه وکړه د افغانستان د خلکو مشکلات تعقیبیږي  او حل کولو هڅه ئې  کیږي.

شیخ مدار علي کریمي بامیاني هم په دغه کتنه کښې د ښارونو د جوړولو د وزارت د چارو او د پروژو په هکله د یوه راپور په وړاندې کولو سره  وویل د ټولو قومونو لپاره د طالبانو د حکومت غیږه خلاصه ده او حکومت د افغانستان د شیعه مسلمانانو ملاتړ کوي.

بل خبر دا چې د  هندوستان لخوا شل زره ډالۍ شوي غنم د ایران له لارې افغانستان ته استول کیږي.

د هندوستان رسنیو پرون وویل د افغانستان له  اړمنو خلکو سره د مرستې لپاره دغه شل زره ټنه غنم به د خواړو د نړیوال پروګرام په مرستې سره د ایران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته واستول شي او هغه به ضرورتمندو خلکو ته ورکړل شي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i129296

captcha