ایکناد پارس ټوډې له قوله راپورراکړ،د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په خپل ټویټر لیکلي دي: مونږ د سفارتي اړیکو د دوباره بحالیدو لپاره د ایران او عربستان ترمینځ د تاریخي موافقې د لاسلیکیدو هرکلی کوو.
هغه چین د پاکستان مهم ګاونډی او د ایران او پاکستان دواړو د ډاډ وړ دوست وباله او زیاته یې کړه: مونږ د ایران او عربستان د موافقې او د بیجنګ د اسانوونکي رول هرکلی کوو.
د پاکستان د سینټ د دفاعي چارو د کمیټې مشر د اړیکو د بیاپیلولو لپاره د ایران او عربستان د موافقې په تاریخي بللو سره وویل: دا بدلون د آسیا په ګټه د قدرت د انډول د اوړیدو په معنا دی.
د پاکستان مسلم لیګ نواز ګوند غړي سینیټر مشاهد حسین سید پرون د تهران او ریاض د موافقې په هکله وویل: دا یو مهم پرمختګ او په اسلامي نړۍ کښې د صلحې، ثبات او غږملتیا لپاره یو مثبت اقدام دی.
پرون د پاکستان خارجه وزارت هم ویلي وو چې اسلام آباد د تهران او ریاض د تعاملاتو د عادي کیدو تود هرکلی کوي او دا د سیمې د سفارتي پرمختګ په ګټه کار دی.