IQNA

د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې د رمضاني قرآن د ختم دستورې ترسره کیږي

8:35 - March 29, 2023
د خبر لمبر: 3487105
ایکنا-(تهران) له حسینی مقدس آستان سره اړونده دتبلیغ نړیوالو مرکزونو په ملتیا ددنیا په لسو ه یوادونو کې د قرآن د ختم دستورې روانې دي.

ایکناخبری آژانس  دحسینی مقدس آستان له قوله راپور راکړ،د قرآن دنړیوال تبلیغ د مرکز مدیر استاد منتظر المنصوري په دې باب ووئيل، د حسیني مقدس آستان اړونده تبلیغي مرکز په ملګرتیا سره د نړۍ په لسو هیوادونو کې د دیرشو رمضاني قرآن دختم محفلونه روان دي.

هغه ووئيل، په دغو هیوادونو کې  انډونیشیا،سوریه،لبنان،ایران،مالي،یوګنډاپشمول لس هیوادونه شامل دي.

منتظر المنصور  ووئيل، د رمضاني قرآن ختم محفلونو کې په انډونیشیا کې تر پرون ناوخته پورې اوه ، په سورئې کې لس ،د ایران په قم او شیراز کې لس قرآنونه ختم شوي  او دغه راز د کویت،افغانستان،بورکینافاسو او آسټریلیا پشمول په نورو هیوادونو کې دقرآن دغه محفلونه روان دي. دوي ووئيل، د قرآن دختم محفل یوازې د حسینی مقدس آستان سره اړونده د تبلیقي مرکز په ملاتړ سره نه ،بلکې  ددغه مرکز د درستو کارکونکو، او دنورو اسلامی مرکزونو او جوماتونو عمله  هم ملګرتیا کوي او د هغوي په مرستې او ملتیا سره دغه شان محفلونه ترسره کیږي.

 

 

https://iqna.ir/ur/news/3514018/%B

captcha