IQNA

21:06 - March 29, 2023
د خبر لمبر: 3487108

پاکستان له نړۍ څخه وغوښتل په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې مخه ونیسي

ایکنا-(تهران)د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي.

پاکستان له نړۍ څخه وغوښتل په اروپا کې له اسلامه د ویرونې د پروسې مخه ونیسي

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،پاکستان د نړۍ له قانوني بنسټونو وغوښتل چې په اروپا کې له اسلامه د ویرونې له پروسې سره مبارزه وکړي.

 پاکستان د سه شنبې په ورځ په ډنمارک کې د قرآن کریم د سپکاوي د ناوړه عمل د تکرار په غندلو سره له نړیوالو حقوقي موسسو وغوښتل چې له اسلامه د ویرونې له پروسې او د مسلمانانو سپیڅلو ارزښتونو ته د سپکاوي په اړه اقدام وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کې ویلي، " له وړاندې د دا ډول پلان شویو اعمالو تکرار، د هغه قانوني چوکاټ موثریت تر پوښتنې لاندې راولي چې تر شا یې اسلاموفوبیک خلک پټوي او په معافیت سره نفرت خپروي."

یاد وزارت ټینګار کړی، "د بیان د آزادۍ له حق څخه کار اخیستل هېڅکله په قصدي توګه د مسلمانانو سپېڅلي کتاب یا د کوم دین سپېڅلي مشر ته د سپکاوي په معنا نه دی."

په دې بیانیه کې ویل شوي، پاکستان پر ټولو هېوادونو غږ کوي چې د بشري حقونو د نړیوال قانون لاندې د دوی د مسئولیتونو او مکلفیتونو سره سم د داسې اعمالو مخنیوی وکړي.

اسلام آباد دې ته اشاره وکړه چې پاکستان له نړیوالو حقوقي ادارو غواړي چې د داسې قصدي کړنو مخه ونیسي چې یوازې د مسلمانانو د عقیدې له امله د مسلمانانو پر وړاندې کرکه، تبعیض او تاوتریخوالي ته لمن وهي.

https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i130280

captcha