IQNA

د رمضان په حج کې رمي جمرات «وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ» چې مونږ بریالي یوو

16:05 - April 14, 2023
د خبر لمبر: 3487181
ایکنا-(تهران) د اسلامی د اسلامی جمهوریت د زرګونو ښارونو،ښارګیو او کلو په شان د تهران روژتی مسلمانانو د قدرس د نړیوالې ورځې په میلیوني لاریون کې ولولناک او پرتمین ګډون وکړ او د قدس شریف د آزادۍ د آرمان  او د فلسطین د مظلوم ملت په دفاع کې  مړه دې امریکا،مړدې وي اسرائيل او اسلامی اتحاد په حق کې  چغې پورته کړې او خپل وحدت او یووالی او همپالنه ئې دفلسطین له ملت سره نندارې ته وړاندې کړه.

ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د روژې مبارکې میاشتې له وروستۍ جمعې یعني جمعةالوداع سره په یووخت د ؛فلسطین د اسلامی نړۍ د وحدت چورلیز،قدس د آزادۍ په درشل کې ؛په شعار سره  د اسلامی انقلاب ارواښاد بنسټګر حضرت امام خمیني دتل پاتې نوښت په عنوان سره دقدس دنړیوالې ورځې میلیوني لاریون نن سهار له لسو بجو پيل او د جمعې لمانځه پورې په پرتم سره دوام وکړ او د درست ایران فضا یو ځل بیا د امریکا او اسرائيلو په ضد د شعارونو له انګازو ډکه شوه.

راپورونه ښئ چې د تهران په شمول په زیاترو ښارونو کې د تقلید مراجعو، سیاسی او عسکري مشرانو او دغه راز ځاي مسئولانو هم په ولولې سره ګډون وکړ.د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر،د پارلیمان مشر،هم په تهران کې په دغه میلیوني لاریون کې ګډون وکړ او وې ښودله چې د خپل ارواښاد رهبر هر امر اوفرمان ته هر وخت لبیک وئيلو سره هر ډول قرباني ورکولو ته تیار دي.

رمی جمرات در حج رمضان؛ «وَالتِّينِ وَالزَّيْتُونِ» که ما پیروزیم

د ایران مسلمان او روژتی ملت ددغه میلیوني لاریون له ترسره کیدا وروسته یوه پایزه اعلامیه صادره کړه. په دغې اوه ماده ایزې اعلامیې کې راغلي دي، مونږ په دغې لوئې میلیوني او سترې غونډې کې  ګډون کونکي روژتیان په لویدیخي غاړې او الاقصی جومات کې پر اعتکاف کونکو د وحشي ډوله حملو په محکومولو سره چې د یو شمیر روژتیانو د شهیدیدا او ټپي کیدا سبب شوي،له داخلی بحرانونو  او د اقتصادي او سیاسی ګډوډیو څخه  تښته او د نوی انتفاضې  او د مقاومت او مبارزې په ډګر کې د فلسطین د ځوان نسل  د حماشي او شجاعانه شتون څخه ویره او وحشت ګڼي  او د مقاومتي ډلو له غاښ ماتونکي ځواب  او د میدانونو د وحدت د پيغام په په  چورلټ ملاتړ سره خبرداری ورکوو، دالاقصی جومات په باب هرډول حماقت ،درنده بیّه لري او که دجنګ لمبې زیاتې شي ، نو د غاصب  او توکمپال رژیم دړې وړې کیدا او نابودي به لاچټکه کړي.

 په دغې اعلامیې کې همداراز د وحشي صهیونیسټانو د څاروي ډوله جنایتونو په وړاندې د نړیوالو ټولنو او دبشری حقوقو ددفاع اورګانونو بې پامي او لټي او چپتیا په محکومولو سره له ملګروملتو غواړو، له دغې موسیسې او نورو نړیوالو اورګانونو څخه د ماشوم وژونکي ،توکمپآل  او غاصب صهیونیسټي رژيم  دغړیتو ب د ځنډولو او ویستلو په باب چې د نړۍ د مرجعو او باؤري حقوقو پوهو یوه جدي غوښته او   اعتراف دی ،  اقدام وکړي.

ددغې اعلامیې په بلې مادې کې راغلي دي،د ایران ځير او همیشه په ډګر کې موجود او بصیر ملت ،هر کال د خبل ارواښاد رهبر د فرمان  د ژوندي ساتلو  ا ود وحدت او یووالي دچغې د پورته کولو په موخې سره د روژې دمبارکې میاشتې وروستۍ جمعې د قدس د نړیوالې ورځې د لمانځلو  دستورې یو واجب امر ګڼي او کلک هوډ لري څو د قدس د آزادۍ آرمان پوره کړي او د اسلامی امت دغه جدي او اساسی غوښته ژوندئ وساتي  او د وحشي او جنایتکار صهیونیسټي رژيم او دهغو دهمتړونونو سپيره او بې شرمه څيره نندارې ته وړاندې کړي.

په دغې اعلامیې کې همداراز راغلي دي ،دقدس ورځ د نړۍ د مستضفینو د دفاع ورځ، د مستضعفینود ملاتړ ورځ او د نړیوال استکبار  د ذلت او خوار کیدا ورځ  او د څاروي ډوله صهیونیسټانو د بې محتوا کیدا ورځ ده او دقدس شریف آزادول اود  فلسطین د مظلوم د آرمان پوره کیدا ، د نړۍ د مسلمانانو دالهی او قرآني تعلیماتو په اساس لومړنی آرمان دی .

https://iqna.ir/fa/news/4133814/%D  

captcha