IQNA

د افغانستان د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر په یو مهم سفر پاکستان ته ځي

16:11 - April 16, 2023
د خبر لمبر: 3487199
ایکنا-(تهران) د ازبکستان په سمرقند کې د افغانستان دحالاتو په اړه دګاونډیو هیوادونو له ناستې وروسته پاکستان ته د افغانستان د طالبانو د حکومت دخارجه وزیر امیر خان متقي سفر ډير مهم ګڼل کیږي او ښائي په دغه سفر کې ځیني مهمې فیصلې وشي.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزیر مولوی امیر خان متقي د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې سره د معاملې د څرنګوالي د څیړلو لپاره اسلام اباد ته مهم سفر کوي.

د پاکستان پوځ ته نږدې نشریې "ایکسپریس ټریبیون" د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر بلاول بوټو زرداري او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي ترمنځ پرون ټلیفوني خبرې ته په اشارې سره لیکلي: دا ټلفوني خبرې اسلام آباد ته د متقي د احتمالي سفر یوه مخینه کېدای شي.

د سرچينې په خبره، تمه ده چې متقي به اسلام آباد ته سفر وکړي، ځکه چې دواړه ګاونډيان هڅه کوي چې د تحريک طالبان پاکستان او د هغې د ملګرو سره د چلند په اړه ګډه تګلاره ومومي.

ایکسپریس ټریبیون لیکي چې په افغانستان کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، په پاکستان کې د ټي ټي پي حملې زیاتې شوي او زیاته کړې یې ده چې د پاکستان او ټي ټي پي ترمنځ د سولې د هوکړې د منځګړیتوب لپاره د کابل هڅې هم ناکامې شوې دي.

https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i131376

captcha