IQNA

په برازیل کې د قرآن کریم نندارتون ترسره کیږی

12:02 - April 30, 2023
د خبر لمبر: 3487260
ایکنا-(تهران) د عربستان د اسلامی چارو وزارت د برازیل په سائوپائولو کې  دقرآن کریم د نندارتون د ترسره کولو لپاره د خپل پروګرام خبر ورکړ.

ایکناخبری آژانس  د القلعه نیوز خبری سایټ له قوله راپور راکړ، د عربستان د اسلامی چارو وزارت  په یوې اعلامیې کې ووئيل، د برازیل په سائوپائولو کې د قرآن  کریم د نندارتون دترسره کولو  دمقدماتو د ترسره کیدا په حال کې یوو.

دغه نندارتون دمئ له لومړئ نیټې یعني له سبا دوشنبې څخه د برازیل  په حکومت کې  له مینځني ختیځ سره د اړونده چارو د غږملونکي په شون سره به پيل او تر  اتو ورځو پورې به دوام ولري.

د عربستان د اسلامی چارو د و زارت ددغې اعلامیې په اساس  ددغه نندارتون پرانیستونکي دسته د برابزیل د خارجه وزارت د مینځي ختیځ  د چارو د برخې د مشر سډني رومرو  او د سائوپائولو ښار د ځاي چارواکو په شتون سره ترسره کیږي.

همداراز  په لاتینې آمریکا او کارائيب کې  د اسلامی دعوت د مرکز د یو شمیر چارواکو او د برازیلی مبلغانو او دعربستان د پوهنتونونو د یو شمیر فارغ التحصیلان به هم په دغو دستورو کې  ګډون وکړي.

په دغه نندارتون کې همداراز د ملک فهد خپرندوئي مرکز تولیدا، د خپرندوئي حوزې د  ماډرن ټيکنالوجیو محصولات او خطي نسخې  هم نندارچیانو لیدو ته ورمعرفي کیږي . دغه راز  په مختلفو ژبو ترجمه شوي قرآن کریم هم نندارچیانو ته ډالۍ کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4137329/%D

captcha