IQNA

د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په شتون سره غونډه په دوحه کې روانه ده

22:16 - May 01, 2023
د خبر لمبر: 3487269
ایکنا-(تهران)د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د سرمنشي آنتونیو ګوتریش په شتون سره غونډه د قطر په پلازمینه دوحې کې روانه ده  چې په کې د ۲۵ هېوادونو لوړپوړي استازې برخه لري.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ، د ملګرو ملتونود سرمنشي په وروستۍ اعلامیې کې ویل شوي وو چې دغه غونډه به د تړلو دروازو تر شاه ترسره شي او موخه یې په افغانستان کې د تروریزم او نشه یي توکود قاچاق د مخنیوي، د حکومتوالۍ په برخه کې د نړیوالو د همکارۍ پیاوړي کول، د ښځو او نجونو د حقوقو ورکړه او بشري حقونو ته پاملرنې په اړه بحث کول دي.

دغه غونډه چې نن ماسپښین پیل شوې، سبا به هم دوام وکړي، خو طالبانو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

د سپوتنیک په وینا، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د قطر په دوحه کې د افغانستان لپاره د څو هېوادونو له ځانګړ, استاز, سره دوه ورځنۍ ناستې او خبرې اترې پیل کړې دي.

د دغه راپور له مخې، د سلا مشورو یوه موضوع د طالبانو له حکومت سره چې دا مهال په افغانستان کې د موقت حکومت مشري کوي، د خبرو لپاره د یوې نړیوالې تګلارې د غوره کولو هڅه ده.

د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړی استازی ضمیر کابلوف هم په دغو خبرو کې د افغانستان په اړه د مسکو دریځ وړاندې کوي. وروستي راپورونه ښئ چې د افغانستان د طالبانود موقته حکومت د خارجه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي هم دوحې ته تللی،البته  په دغې غونډې کې د ګډون  په باب ئې نور جزیات نه دي خپره شوي.

https://parstoday.ir/ps/news/world-i132180

captcha