IQNA

سوریه له ۱۲کلن ځنډ و روسته په عربی اتحادئې کې بیرته ومنل شوه

15:27 - May 07, 2023
د خبر لمبر: 3487298
ایکنا- (تهران) دعربی اتحادئې د غړو هیوادونو خارجه وزیران نن په داسې حال  کې سره غونډ شوي چې  په عربستان کې   په جدې کې د عربانو د راتلونکی سرمشریزې تر تاریخ یعنی دمئ تر نولسمې نیټې پورې له دوو اونیو هم کم وخت پاتې دی، په قاهرې کې ئې نن په دغې بیړنئ ناستې کې د سورئې بیرته غړیتوب ئې منلی دی.

ایکنا د تسنیم له قوله راپور راکړ،یوې عربی سرچینې اعلان کړی دی چې دعربو هیوادونو  خارجه وزیرانو نن په قاهرې کې پخپلې غونډې کې عربی اتحادئې ته د سورئې دبیرته ستنیدا په باب  سره موافقه وکړه.

دعربی اتحادئې د غړو هیوادونو خارجه وزیران نن په داسې حال  کې سره غونډ شوي چې په عربستان کې   په جدې کې د عربانو د راتلونکی سرمشریزې تر تاریخ یعنی دمئ تر نولسمې نیټې پورې له دوو اونیو هم کم وخت پاتې دی، په قاهرې کې ئې نن په دغې بیړنئ ناستې کې د سورئې بیرته غړیتوب ئې منلی دی.

دعربستان العربیه چینل  راپور ورکړ،د عربي اتحادئې  غړو هیوادونو خارجه وزیرانو  په هغې مشورتي ناستې کې چې تر بندو تنبو  تر شا ترسره شوې،عربی اتحادئې  ته د سورئې پر مشروطې ستنیدا له هغه غیبته وروسته چې  کابو  تر دولسو کلونو پورې اوږده شوي ، موافقه وکړه.

العربیه پخپل راپور کې وئيلي دي  ددغې فیصلې په مسودې کې  چې راغلي دي ،له ننه وروسته  ددغې اتحادئې په غونډو کې دسورئې پلاوي  ګډون کولی شي.

له دې مخکې  د  عربی اتحادئې  ویندوي جمال رشدي  وئیلی وو، ددغې اتحادئې  خارجه وزیران به  د دمشق دغړیتوب د  ځنډیدا دلغوه کولو په باب  فیصله وکړي. هغه روښانه کړي .  تیره اونۍ د عربستان ،عراق ،مصر او سورئې  دخارجه وزیرانو مشورتي ناسته ترسره وې وه څو دسوریاوالو کډوالو خپلو ټاټوبو ته دبیرته ستنیدا  لارې چارې  او د نشه ایزو موادو د قاچاق  موضوع وسپړي.

عربی اتحادئې د ۲۰۱۱کال په نومبر کې ددمشق غړیتوب لغوه کړې او دسورئې په ضد ئې  سیاسی او اقتصادي بندیزونه لګولي وو،نو اوس چې عربستان له سورئې سره خپلې اړیکې بیرته ټينګې کړې،نو عربي اتحادئې  هم دعربستان په پلۀ د پل په کیښودو سره   عربی اتحادئې کې د دمشق د شتون فیصله وکړه.

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1402/02/17/2890988/

captcha